سریلانکا هم د هند کرکټ بورډ ته وړانديز وکړ. | خبریال

سریلانکا هم د هند کرکټ بورډ ته وړانديز وکړ.

کریکبال وېبپاڼه / هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي څوارلسم پړاو يي روان وه.خو سږکال په ياد لیګ کې د نهه ویشتو لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ تر نامالومي مودي پوري وځنډول شوو.

دا چي په هندوستان هیواد کې کرونا ویروس له امله هره ورځ په لسګونه زره کسان پري اخته او په زرګونه يي نور له امله مړه کیږي نو په یاد هیواد کې د آی پي ایل لیګ پاتي سیالي ترسره کولو لپاره به په هند کې زیات وخت ونیسو.

چي تازه اوس د سریلانکا کرکټ بورډ هم د آی پي ایل د کوربتوب په اړه د هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز کړي دي.

وروسته له هغې چې د انګلستان کوانټي سيالیو هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز وکړ،چې دوی د ای پي ایل د پاتي لوبو کوربتوب کولای شي.اوس سریلانکا کرکټ بورډ هم هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی دی چې د ای پي ایل پاتې لوبې د دوی په هیواد کې ترسره کړي.

همدارنګه د سریلانکا کرکټ بورډ له هندوستان کرکټ بورډ سره ښې اړیکې لري،دا چې انګلستان کوانټي سیالیو د کوربتوب وړاندیز وکړ،سریلانکا کرکټ بورډ هم اعلان وکړ چې دوی د ګاونډي هیواد لپاره د ای پي ایل سيالیو کوربتوب ته هر ډول او هر وخت چمتوالی لري.

همدارنګه د سریلانکا کرکټ بورډ ویلي چي مونږ په سپټمبر میاشت کې د هندوستان پاتي ای پي ایل سيالیو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرولی شو.مونږ اوریدلي چې دوی یوازې یو افشن هغه هم په اماراتو کې د پاتي سيالیو ترسره کولو اراده لري.خو مونږ وایو چې سريلانکا هم باید پدې ډګر کې له پامه ونه غورځي او مونږ په بشپړ ډول د ای پي ایل پاتي سيالیو د کوربتوب لپاره چمتو یو.

همدارنګه د سریلانک کرکټ بورډ وویل چي مونږ په جولای- اګسټ او میاشت کې د خپل لیګ ترسره کیدلو پلان هم لرو،نو کولای شو چې سپټمبر میاشت کې د ای پي ایل سيالیو کوربتوب هم وکړو.

ویل کیږي چې د آی پي ایل پاتي سيالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره شي،لا هم د کوربتوب په اړه وروستۍ ځای ندی اعلان شوی.
داسې احتمال شته دی چې په عربي اماراتو هیواد کې به د آی پي ایل لیګ پاتي سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ