د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبلړي هم په خپل نوم کړه. | خبریال

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبلړي هم په خپل نوم کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د زمبابوي په کوربه توب د شل اوریزو لوبو وروسته د ټیسټ لوبو لوبلړي هم ترسره شوه.

لومړني ټیسټ لوبه يي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې کټلي وه.

دویمه ټیسټ لوبه کې چي د لوبي ټاس یا بچه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.او د توپ اچوني پریکړه يي د زمبابوي کرکټ ملي ته ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ورځ د اتو لوبغاړو په زیان يي ٥١٠ منډې يي ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په لومړي ورځ توپ وهنه کې عابد علی او اسهر علی ښه توپ وهنه ترسره کړه.

عابد علی په ٤٠٧ توپونو باندي يي ٢١٥ ناسوځیدلې منډې يي جوړي کړي او اسهر علی په ٢٤٠ توپونو باندي يي ١٢٦ منډې يي ترلاسه کړي.

د زمبابوي لپاره په لومړي ورځ توپ اچونه کې موزرابانې او کیسرو ښه توپ اچونه ترسره کړه.

موزراباني د ٨٣ منډو په ورکولو سره يي د زمبابوي لوبډلې لپاره يي دري ویکټي ترلاسه کړي.خو کیسرو د ١٣١ منډو په ورکولو سره يي دوه ویکټې يي ترلاسه کړي.

د زمبابوي لوبډله د خپلي توپ وهني په لومړي اننګز کې په ١٣٢ منډو ټوله لوبډله اوټ شوه.

د زمبابوي لوبډلې لپاره جکابوي ٣٣ منډې يي جوړي کړي.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کې حسن علي د ٢٧ منډو په ورکولو يي پنځه ویکټي يي ترلاسه کړي.

زمبابوي لوبډلې خپل دوهم وار د توپ وهني اننګز د نهو لوبغاړو په زیان يي يوازي ٢٢٠ منډې يي جوړي کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د یو اننګز په شتون د ١٤٧ منډو په توپیر يي تري وکټله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په دوهم اننګز توپ اچونه کې نعمان خان پنځه او شاهین افریدي څلور ویکټي ترلاسه کړي .

باید یاده شي چي د ټیسټ لوبو د سریز نه مخکي د دري شل اوریزو لوبو سریز هم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي وه.
چي د شل اوریزو لوبو لوبلړي دري لوبو څخه يوازي یوه لوبه د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلې کټلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ