د اپریل د میاشتې غوره کریکټران. | خبریال

د اپریل د میاشتې غوره کریکټران.

کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ نړیواله شورا یا ای سي سي هره میاشت د کرکټ په برخه کې نارینه او ښځینه لوبغاړو ته جایزي ورکوي.

همدارنګه یادي جایزي ته د اپریل میاشتې نوماندان دغو لوبغاړو کې بابراعظم، فخرزمان، کوشال بورټېل، الیسا هیلي، لي کیسپرېک او مېګن شاټ شامل دي.

چي د نارینه لوبغاړو څخه پاکستاني کرکټر بابر اعظم او د ښځینه لوبغاړو څخه الیسا هیلي وټاکل شو.

بابر اعظم په کال ١٩٩٤ د اکتوبر د میاشتي په ١٥ مه نیټه د پاکستان په لاهور کې زیږدلي دي.

بابر اعظم لومړني یوه ورځیني لوبه د زمبابوي هیواد پر وړاندي په کال ٢٠١٥ د مي میاشتي په ٣١ نیټه ترسره کړه.

او وروستي يوه ورځیني لوبه يي د ٢٠٢١ کال د اپریل د میاشتي په اوومه نيټه د سویلي افریقا پر وړاندي ترسره کړي ده.

همدارنګه لومړني ټیسټ لوبه يي د ویسټ انډیز پر وړاندي په ٢٠١٦ کال کې د اکتوبر په ١٦ نیټه ترسره کړي ده.

وروستي ټیسټ لوبه يي بیا د زمبابوي کرکټ ملي پر وړاندي په ٢٠٢١ کال د مي میاشتي په اوومه نیټه ترسره کړي ده.

بابر اعظم لومړني شل اوریزه لوبه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي په ٢٠١٦ کال د سپتمبر د میاشتي په اوومه نیټه ترسره کړي ده.

همدارنګه د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د اپریل میاشتي د ښځینه غوره لوبغاړي جایزه الیسا هیلي ته ورکړه.

الیسا هیلي په ١٩٩٠ کال د مارچ د میاشتي په ٢٤ مه نیټه په استرالیه کې زیږدلي ده.

الیسا هیلي لومړني یوه ورځیني لوبه ٢٠١٠ کال د فبروری د میاشتي په لسمه نیټه د نیوزیلنډ پر وړاندي يي ترسره کړي ده.

خو وروستي ټیسټ لوبه يي د انګلستان پر وړاندي ٢٠١٩ کال د جولاي د میاشتي په اتلسمه نیټه ترسره کړه.

وروستي شل اوریزه لوبه يي د ٢٠٢١ کال د اپریل د میاشتې په لومړني نیټه د نیوزیلنډ پر وړاندي يي ترسره کړي ده.

همدارنګه یادي جایزي ته د مارچ په میاشت کې افغان لوبغاړي راشد خان هم ځان کاندید کړي وه.خو په مارچ کې نوموړي ونه توانیده چي د مارچ میاشتي غوره کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي .او په یاده یعني د مارچ میاشت کې بیا د هندوستان لوبغاړي بونیشز کومار وټاکل شوو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ