کرکټ بورډ د ولایتي لوبو وروسته د لوبډلو درجه بندي اعلان کړه | خبریال

کرکټ بورډ د ولایتي لوبو وروسته د لوبډلو درجه بندي اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ ز کال د ولايتي لوبډلو درجه بندې په درېو کټګوريانو ( لومړۍ، دوهمه، دريېمه ) کې اعلان کړه.

دلته درته د ټولو کټګوريانو درجه بندې درپيژنو.

د لومړۍ کټګورۍ د ولايتي لوبډلو جدول 

۱ د ننګرهار ولايتي ، ۲ د کابل ولايتي لوبډله ، ۳ د خوست ولايتي لوبډله ، ۴ د فارياب ولايتي لوبډله .

د دوهمې کټګورۍ د ولايتي لوبډلو جدول

۱ د ميدان وردګ ولايتي لوبډله ، ۲ د پکتيا ولايتي لوبډله ، ۳ د هلمند ولايتي لوبډله ، ۴ د لغمان ولايتي لوبډله ، ۵ د لوګر ولايتي لوبډله ، ۶ د کندوز ولايتي لوبډله .

د دريېمې کټګورۍ د ولايتي لوبډلو جدول

۱ د فراه ولايتي لوبډله ، ۲ د نيمروز ولايتي لوبډله ، ۳ د ارزګان ولايتي لوبډله ، ۴ د زابل ولايتي لوبډله ۵ د هرات ولايتي لوبډله ، ۶ د کندهار ولايتي لوبډله ، ۷ د بادغيس ولايتي لوبډله ، ۸ د غور ولايتي لوبډله ، ۹ د غزني ولايتي لوبډله ، ۱۰ د پکتيکا ولايتي لوبډله ، ۱۱ د خوست ب ولايتي لوبډله ، ۱۲ د تخار ولايتي لوبډله ، ۱۳ د جوزجان ولايتي لوبډله ، ۱۴ د بغلان ولايتي لوبډله ۱۵ ، د سمنګان ولايتي وبډله ۱۶ ، د بدخشان ولايتي لوبډله ، ۱۷ ​د بلخ ولايتي لوبډله ، ۱۸ د سرپل ولايتي لوبډله ، ۱۹ د ننګرهار ب ولايتي لوبډله ، ۲۰ د کنړ ولايتي لوبډله ، ۲۱ د نورستان ولايتي لوبډله ، ۲۲ د کوچيانو ولايتي لوبډله ، ۲۳ د کاپيسا ولايتي لوبډله ، ۲۴ د پنجشير ولايتي لوبډله ۲۵ د پروان ولايتي لوبډله ، ۲۶ د باميان ولايتي لوبډله ، ۲۷ د کابل ب ولايتي لوبډله ، ۲۸ ​، د دايکندي ولايتي لوبډله.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه وايې، په ۲۰۲۱ م کال کې د کورني کرکټ په چوکاټ کې د وزیر محمد اکبرخان دریمه درجه، دویمه درجه او لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ لوبې چې د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر مارچ میاشتې پورې په کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ترسره شوې؛ په پایله کې یې کابل الف ولایتي لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسؤل احسان عبید په وینا چې په راتلونکي ۲۰۲۲ م کال کې هغه ولایتي لوبډلې به د ولایتي لوبو برخه وي چې په ۲۰۲۱ م کال کې یې د کلب لیول لوبې ترسره کړې وي او د یادو لوبډلو د لوبغاړو غوراوی به د هماغه کلب لیول لوبو څخه کېږي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱م کال کې د ولایتي ب لوبډلو که څه هم غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې؛ خو د یادو ولایتونو زیات کرکټ ته په کتو دغه لوبډلې د یادو سیالیو دریمه درجه لوبو لپاره جوړې شوې وې، چې په راتلونکې کې به هم په دریمه درجه کې قرار لري.

په ۲۰۲۱م کال کې د وزیر محمد اکبرخان ولایتي یو ورځنیو لوبو له ترسره کېدو وروسته ټولې لوبډلې د هغوی نمرو او امتیازونو ته په کتو په لومړۍ، دویمه او دریمه درجه کې ځای پر ځای شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ