د نن ورځې د کرکټ غوره خبرونه، دلته يې ولولئ! | خبریال

د نن ورځې د کرکټ غوره خبرونه، دلته يې ولولئ!

خبریال وېب پاڼه- کريکبال وېبپاڼه د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ د مياشتې د لسم تاريخ غوره او په زړه پورې خبرونه خپلو درنو لوستوونکو ته وړاندې کوي.

۱ د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ ز کال د ولايتي لوبډلو درجه بندې په درېو کټګوريانو ( لومړۍ، دوهمه، دريېمه ) کې اعلان کړه، چې جزيات يې په کريکبال وېبپاڼه کې لوستلی شئ.

۲ د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د کلکتې لوبډلي ۲ لوبغاړي د قرنطين مرحلې له بشپړولو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شو.

د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د کلکتې لوبډلي ۲ لوبغاړي هر يو وېرن چکرافوارتې او سنډېپ وارير چې د کرونا ويروس نتيجه يې مثبته وتلي وه په روغتون کې د قرنطين مرحلي بشپړولو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شو چې اوس مهال يې روغتيا د ډاډ وړ ده.

۳ د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د سنرايزر حيدراباد لوبډلې د هند کرونا ځپلو سره د ۳۰ کړوړه هندې کلدارو مرسته اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې دور تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

د هند ولس سره د کرونا وبا د درېيمې څپې د مثبتو پيښو د مخنيوي لپاره يو شمير نړيوالو هيوادونو ترڅنګ د کرکټ د نړۍ يو ځلانده ستوري د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکته نايټ رايډرز الرونډر لوبغاړې پېټ کېومېنس هم د خپلي شخصې شتمنۍ څخه ۵۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه.

ترڅنګ يې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي هم د کرونا وبا د مبارزې لپاره د هند دولت سره د ۳۰ کړوړه هندې کلدارو مرسته اعلان کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ