د انګلستان په کوربه توب د آی پي ایل سیالیو د ترسره کیدو لپاره خبري رواني دي. | خبریال

د انګلستان په کوربه توب د آی پي ایل سیالیو د ترسره کیدو لپاره خبري رواني دي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ يا آی پي ایل سیالي چي سږ کال يي څوارلسم پړاو سیالي رواني وي.خو په یاد لیګ کې د نهو ویشتو لوبو د ترسره کولو وروسته پاتي لوبي يي د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري وځنډول شو.

چي تازه یو شمیر هیوادونو لکه انګلستان او سریلانکا د آی پي ایل د پاتي لوبو د کوربه توب لپاره يي د هند کرکټ بورډ سره خبري رواني دي.

هندۍ ویبپاڼې کرکیټ اډیکټور راپور ورکړی، چې د هندوستان کرکټ بورډ غړي اوس د آی پي ایل لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو د انګلستان په کوربتوب بحث او خبري کوي.

له کوم وخت چې د آی پي ایل لیګ د کورونا وبا له امله وځنډېد د نورو هیوادونو ترڅنګ انګلستان او سریلانکا هغه هیوادونه دي، چې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته یې ټټر وهلی.

کرکټ اډیکټور په خپل راپور کې د هند کرکټ بورډ د یوه چارواکي ارون دومال له قوله ویلې، د آی پي ایل لیګ خورا لوړ لیګ دی، چې په همدې موخه یې زیات شمېر هیوادونو د کوربتوب لپاره زړه ښه کړی.

ارون دومال له قوله.

موږ ټول اړخونه ګورو او وبه ګورو چي کومه نېټه او کوم ځای د هند آی پي ایل سیالیو د ترسره کېدو لپاره مناسب دي. موږ اوس د شل اوریزه نړیوال جام ترسره کېدو ته لومړیتوب ورکوو، تر څو یې د کال په وروستیو کې خامخا ترسره کړو. آی پي ایل لیګ خورا لوړ لیګ دی، نو په همدې موخه یې زیات شمېر هیوادونو د کوربتوب لپاره زړه ښه کړی. آی پي ایل لیګ ډېر مینوال لري او حتا د هند څخه بهر یې زیات شمېر خلګ لوبې ګوري.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په خپلو تازه خبرو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.

آی پي ایل لیګ اوسمهال ځنډیلي او ټول بهرني لوبغاړي يي خپلو هیوادونو ته تللي دي.

اوس د یاد لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې هند، اماراتو او که یا هم سریلانکا کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ