هندوستان د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلي پر وړاندي. | خبریال

هندوستان د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلي پر وړاندي.

کریکبال وېبپاڼه / ټاکل شوي ده چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۳ شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته سفر وکړي.

هندوستان د کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې چي تېره اونۍ وويلي وه چې لوبډله يې د لوبو لپاره سريلانکا ته ځي او تر هغه وروسته بيا انګلستان سره ټيسټ لوبې کوي.

همدارنګه یادې ټاکل شوي لوبي د مينوالو په نه شتون کې د کولمبو په يوه لوبغالې کې چې د پرماداسا په نامه یادیږي ترسره کېږي.

همدارنګه سريلانکا د کرکټ بورډ د اداري کمېټې رئيس ارجونا ډيسلوا سپورټ سټار سره په یوه تازه مرکه کې ويلي چې موږ پلان لرو د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره لوبې په يوه لوبغالې کې ترسره کړو،تر لوبو وړاندې به هندي لوبغاړې د ۷ ورځو لپاره قرنطين کېږي ،لومړيو دريو ورځو کې به پر لوبغاړو سخت قرنطين وي او پاتي څلورو ورځو کې کولای شي چي لوبغاړي د لوبو لپاره تمرينات هم ترسره کړي.

یادي ټاکل شوي یو ورځنۍ لوبې د جولای مياشتې په ۱۳مه پيلېږي ،همدارنګه شل اووريزي لوبې د همدې مياشتې د ۲۲مي نېټې څخه تر ۲۷مي نېټې پوري ترسره کېږي.

هندوستان کريکټ بورډ پدې خاطر سريلانکا ته د لوبو د تګ لپاره زړه ښه کړی چې کوربه هيواد په همدې کرونايي موسم کې د انګلستان او بنګلدېش لوبډلو کوربتوب په بريا سره وکړ.

همدارنګه د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ټولي ١٦٥ یو ورځیني لوبي ترسره شوي.چي د یادو یو ورځینو لوبو څخه يي ٩١ هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي او ٥٦ لوبي يي بیا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي.

همدارنګه يي ١٩ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي چي د ١٩ لوبو څخه يي ١٣ هندوستان کټلي او پنځه لوبي يي بیا سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

همدارنګه د یادو لوبډلو ترمنځ لومړني ټیسټ لوبو سریز په ١٩٨٥ کال کې ترسره شوي وه.چی یاد سریز د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه.

خو وروستي د ټیسټ لوبو سریز يي بیا د ٢٠١٧ کال په اواخرو او د ٢٠١٨ کال په شروع کې ترسره کړي و.چي په یاد د ټیسټ لوبو سریز کې بیا هندوستان کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ