د ۲۰۲۱ز کال د نړۍ ۵ شتمن کرکټران، دلته يې وپيژنئ! | خبریال

د ۲۰۲۱ز کال د نړۍ ۵ شتمن کرکټران، دلته يې وپيژنئ!

کريکبال وېبپاڼه- کرکټ چې د تفريح ترڅنګ د عايدو او پيسو ګټلو يو مهمه سرچينه ده د کرکټ لوبغاړي هم ورڅخه په کافې اندازه عايد ترلاسه کوي.

خو بيا هغه لوبغاړي چې ډيره وړتيا ولري هغوي د نورو لوبغاړو په نسبت ډيري پيسې هم د کرکټ څخه ترلاسه کوي.

پوهيږئ د کرکټ لوبغاړي څخه د کرکټ څخه عايد ترلاسه کوي؟

لوبغاړي د کرکټ بورډونو څخه د کلنې قرارداد، په سوداګريزو ليګونو کې د لوبيدو، د سوداګريزو اعلاناتو ترسره کولو سره د کرکټ په واسطه عايد ترلاسه کوي.

پوهيږئ د ۲۰۲۱ ز کال کې د نړۍ ۵ ډير مالداره د کرکټ لوبغاړي څوک دي؟

دلته درته موږ د ۲۰۲۱ ز کال کې د نړۍ ۵ هغه لوبغاړي درپيژنو چې ډيره شتمنې لري.

-۱ د نړۍ ترټولو شتمن لوبغاړی په ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی چټک او پياوړی توپ وهوونکی او لوبغاړی سچن ټنډولکر دی چې په ۲۰۲۱ ز کال کې يې شتمنې ۸۷۰ کړوړه هندې کلداري ښودل شوي ده.

۲- د نړۍ دوهمه درجه شتمن لوبغاړی هم په ۲۰۲۱ ز کال کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر او لوبغاړی مهيندر سينګ ډوني ( ايم ايس ډوني ) نومول شوی چې په ۲۰۲۱ ز کال کې يې شتمنې ۸۴۰ کړوړه هندې کلداري ښودل شوي ده.

۳- د ۲۰۲۱ ز کال د نړۍ ديېمه درجه شتمن لوبغاړی هم د هندوستان څخه دی او د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی، توپ وهوونکی او نوی لوبډلمشر ويراټ کوهلي دی چې په ۲۰۲۱ ز کال کې يې شتمنې ۶۹۶ کړوړه هندې کلدارې ښودل شوي ده.

۴- په ۲۰۲۱ ز کال کې د نړۍ څلورم شتمن لوبغاړی د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی او د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي اوسنی روزونکی رېکې پونټېنګ نومول شوی چې په ۲۰۲۱ ز کال کې يې شتمنې ۴۹۲ کړوړه هندې کلداري ښودل شوي ده.

۵- د ۲۰۲۱ ز کال د نړۍ شتمن پنځم لوبغاړی د ويسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډلي پخوانی پياوړی لوبغاړی برېن لارا نومول شوی دی چې په ۲۰۲۱ ز کال کې يې شتمنې  ۴۵۴ کړوړه هندې کلداي ښودل شوي ده.

برېن لارا د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۷ ز کال پوري د ويسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډلي سره لوبيد لی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ