پنځم پړاو لس اوریز لیګ به کله ترسره کیږي. | خبریال

پنځم پړاو لس اوریز لیګ به کله ترسره کیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د متحده عربي اماراتو په کوربه توب پنځم پړاو د لس اوریزه لیګ یا ټی ټین لیګ د ترسره کیدو نیټه معلومه شوه.

یاد لیګ کې د افغان لوبغاړو په شتون د بیلابیلو لوبډلو لوبغاړي پکې لوبیږي.

سږ کال د ټی ټین لیګ یا لس اوریزه لیګ پنځم پړاو دي چي په متحده اماراتو کې به ترسره کیږي.

همدارنګه دمتحده عربي اماراتو په کوربتوب د ابوظبي لس اوریزه لیګ یا ټی ټین لیګ پنځم پړاو سیالیو نېټه اعلان شوه،چې له مخې به یې یاد لیګ د روان کال د نومبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل او د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ سیالیو د چرمېن شاجي الملک وویل:لس اوریزه لیګ د نړۍ تر ټولو چټک لیګ دی.مونږ خوښ یو چې یو ځل بیا به دغه لیګ رنګینه لیګ د نړۍ مشهورو لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.او زیات مینوال به تري خوند واخلي.

همدارنګه د یاد پنځلس ورځني لیګ پر مهال به د متحده عربي اماراتو هیواد د خپلواکۍ یا ازادي پنځوسمه کلیزه هم ونمانځل شي.

د ابوظبي حکومت او د ابوظبي د سپورټ شورا په همکارۍ دغه لس اوریزه یا ټی ټین لیګ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې په لاره واچول شو او اوس په نړۍ کې ستر شهرت لري.

د ابوظبي کرکټ سپورټ شورا وایي،دغه لیګ کې اماراتي لوبغاړو لپاره د نړۍ سترو لوبغاړو سره یو ځای د لوبې کولو یو ستر فرصت وي او همداشان د دوی له تجربو ډیر څه ترلاسه کولي شي.

همدارنګه د دوی په وینا سره ددې چې تیر کال کرونا هم وه،خو بیا هم یاد لیګ په ښه شان سره ترسره شو.

چي د متحده اماراتو کرکټ بورډ هم ددغه لیګ هرکلی کړئ او ویلي یې دي چې ددغه لیګ څخه ډیر ښه لوبغاړي لاسته راغلل.

دوی وسیم د بیلګي په توګه یاد کړه کوم چې تیر پړاو سیالیو کې څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو او ډیر ژر به نوموړی ته ملي لوبډله کې هم ځاي ورکړل شي.

دیادولو وړ ده چې په یاد لیګ کې افغان لوبغاړي هم لوبیږي،چې د جاوید احمدي پرته نورو ټولو لوبغاړو پکې د پام وړ لوبې ترسره کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ