په یاد لیست کې محمد نبي او نجیب ځدران هم شتون لري.
کریکبال وېبپاڼه / د نړي د کرکټ د فارمټونو څخه یو هم شل اوریز فارمټ لوبي دي.
شل اوریز فارمټ لوبي د نورو فارمټونو د لوبو څخه مشهوري او ډیر مینوال يي خوښوي.
د شل اوریز فارمټ لوبو کي عمومأ چټک توپ وهونکي وي.
دلته مونږ هغه لوبغاړي در پیژنیو چي په شل اوریزو لوبو کې د لوبي په وروستي اورونو کې يي زیاتي شپږیزي يي ترلاسه کړي وي.
لومړي: افغان الرونډر محمد نبي شتون لري. محمد نبي چي په کال ١٩٨٥ کې د جنوري د میاشتي په لومړي نیټه د افغانستان په لوګر ولایت زیږدلي دي.
محمد نبي لومړني شل اوریزه لوبه يي د ایرلینډ پر وړاندي يي په کال ٢٠١٠ کې د فبروري د میاشتي په لومړني نیټه ترسره کړه.
همدارنګه محمد نبي د افغانستان لپاره ټولي ٨١ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي دي.چي په یادو لوبو کې يي ١٣٩٦ منډې يي هم ترلاسه کړي دي.
باید یاده شي چي محمد نبي د هغو لوبغاړو په قطار کې يي لومړي ځاي خپل کړي.کوم لوبغاړو چي د لوبي په ورستیو کې يي ډیري شپږیزي يي ترلاسه کړي وي.محمد نبي ٥٣ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.
دوهم: یون مورګن انګلینډې لوبغاړي شتون لري. یون مورګن چي په کال ١٩٨٦ کې د سپتمبر د میاشتي په ١٠ مه نیټه د ایرلینډ په ډیوبلین سیمه کې زیږدلي دي.
یون مورګن لومړني شل اوریزه لوبه يي د نیډرلينډ پر وړاندي يي په کال ٢٠٠٩ کې د جون د میاشتي په پنځمه نیټه ترسره کړه.
همدارنګه یون مورګن ټولي ١٠٢ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي دي.چي په یادو لوبو کې يي ٢٣١١منډې يي هم ترلاسه کړي دي.
باید یاده شي چي یون مورګن هم د هغو لوبغاړو په قطار کې يي دوهم خپل کړي.کوم لوبغاړو چي د لوبي په ورستیو کې يي ډیري شپږیزي يي ترلاسه کړي وي. نوموړي ٤٧ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.
دریم: د سویلې افریقا لوبغاړي ډیويډ میلر شتون لري. ډیويډ میلر چي د سویلي افریقا لوبډلي لپاره لوبي ترسره کوي.
ډیويډ میلر په ١٩٨٩ کال د جون د میاشتي په ١٠ مه نیټه زیږدلي دي.
ډیويډ میلر هم د هغه لوبغاړو په قطار کې يي دریم ځاي خپل کړي کوم لوبغاړو چي د لوبي په وروستیو کې يي ډیري شپږیزي يي ترلاسه کړي وي.نوموړي ٤٥ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.
څلورم: په څلورم مقام کې افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران شتون لري.
نجیب الله ځدران په کال ١٩٩٣ د فبروري د میاشتي په ٢٨ مه نیټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زیږدلي دي.
نجیب الله ځدران هم د هغه لوبغاړو په قطار کې يي څلورم ځاي خپل کړي کوم لوبغاړو چي د لوبي په وروستیو کې يي ډیري شپږیزي يي ترلاسه کړي وي.نجیب الله ځدران ٤٤ شپږیزې يي ترلاسه کړي دي.
دا هغه لوبغاړي وه کوم چي د شل اوریزو لوبو په وروستیو کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډیري شپږیزې يي ترلاسه کړي دي.