حسن خان غواړم د افغانستان لپاره د خپل پلار په څیر و لوبیږم. | خبریال

حسن خان غواړم د افغانستان لپاره د خپل پلار په څیر و لوبیږم.

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني الرونډر لوبغاړي محمد نبي زوي وايي غواړي چي د افغانستان لپاره د خپل پلار په څیر لوبه وکړم.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل زوی حسن خان هم د پلار په څېر یو تکړه او ښه لوبغاړی دی او نوموړي هیله من دی، چې د خپل پلار په څېر به د افغانستان لپاره په نړیوالو کرکټ لوبو کې ولوبېږي.

حسن خان اوسمهال ١٦ کاله عمر لري او په پاکستان هیواد کې زیږدلي دي.حسن خان اوسمهال د خپلۍ کورني سره په متحده عربي اماراتو په عجمان کې ژوند کوي.او نوموړي هم هلته په کورني یا ډومیسټیک لوبو کې هم لوبیږي او ښه ځلیدلي دي.

همدارنګه نوموړي له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ويلي دي، چې پلار يې (محمد نبي) چې د کرکټ لپاره څه کړي او څومره نوم يې ترلاسه کړي دی، دا د هغه لپاره د ویاړ خبره ده. زما لپاره لومړي یادونه دا و، چې خپل پلار مې په ټلویزیون ولیده، چې نړیوالې سیالۍ يې به يي کولې.

همدارنګه حسن خان وايي، چې زه د لوبې پر مهال فشار نه اخلم او د خپل پلار په څېر غواړم چې د افغانستان لپاره ولوبېږم. نوموړی په اماراتو کې یوه اکاډمۍ کې دی او وايي، چې دلته درې نور افغان لوبغاړي هم دي، چې د هغه په څېر په پښتو غږېږي او ورسره خوشحاله دی.

نوموړی همدا راز وايي، چې زه مې د پلار خبرو ته غوږ یم، که یو بل روزونکي کومې مشورې راکړي، هم وروسته يې له خپل پلار سره شریکوم او له هغه نه يې تایید کوم، ټولې مشورې ورسره شریکوم او له هغه وروسته بیا پرېکړه کوم چې څه و کړم.

همدارنګه د کاشف داود په نوم د متحده عربي اماراتو لوبډلې یو روزونکی د حسن خان په اړه وايي، چې هغه ډېره وړتیا لري او په فیزیکي ډول د کرکټ لپاره ډېر ښه ده، هغه یو طبیعي لوبغاړی دی، چې په ډګرساتنه او توپوهنه کې ډېره وړتیا لري.

باید یاده شي حسن خان اوسمهال د خپلي کورني سره په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ