د ټیسټ لوبو تازه درجه بندي.
کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي چي تازه يي د ټیسټ لوبو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو شمېر لوبډلو پرمختګ کړی او یو شمېر لوبډلو بیا شاهتګ کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په ټیسټ فارمټ کې تازه اعلان شوې لوبډله چي په لومړي مقام کې بیا هم د تیر په څیر یو ځل بیا د هندوستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
په لومړي مقام کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري. هندوستان کرکټ ملي لوبډله د ۱۲۱ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
په دوهم مقام کې بیا د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډله شتون لري. نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله هم د ۱۲۰ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
په دریم مقام کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۱۰۹ نمرو په ترلاسه کولو يي سره یو قدم پرمختګ یې کړی دی.
په څلورم مقام کې د اسټرالیه کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ۱۰۸ نمرې په درلودلو سره بیا یو قدم شاهتګ یې کړی دی.
په پنځم مقام کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د ۹۴ نمرو په اخیستو سره يي پر خپل پخواني ځای کې شتون لري.
په شپږم مقام کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله ۸۴ نمرو سره يي دوه قدمه پرمختګ یې کړی دی.
په اووم مقام کې د سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډله شتون لري.د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو سره يي دوه قدمه پرمختګ یې کړی دی.
په اتم مقام کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د ۷۸ نمرو په درلودلو سره يي یو قدم شاهتګ یې کړی دی.
په نهم مقام کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډله هم ۴۶ نمرو په درلودلو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.
په لسم مقام کې بیا د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډله شتون لري.د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډله هم ۳۵ نمرو په درلودلو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
افغان کرکټ ملې لوبډله د روان ۲۰۲۱م کال په پيل کې د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې له لسم مقام څخه نهم مقام ته پورته شوه.
خو د یادولو وړ ده چي په یاده د ټیسټ لوبو په تازه درجه بندي کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله شتون نه لري.