د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سفر ویسټ انډیز ته. | خبریال

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سفر ویسټ انډیز ته.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې ده چې روان ۲۰۲۱م کال کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د دوه ټیسټ او پنځو شل اوریزه سیالۍ په موخه ویسټ انډیز ته سفر وکړي، د پاکستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ وویل چې یوه ټیسټ لوبه یې لغوه کړه چې پرځای به یې دوه شل اوریزه سیالۍ په یاد سفر په لوبلړي کې اضافه ترسره کړي.

همدارنګه د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر وسیم خان وویل چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره يي تر سلا مشورو وروسته به پاکستان اوس د جولای له ۲۱ مې نېټې څخه د اګست تر ۲۴ مې نېټې پورې په کرابین ویسټ انډیز کې دوه ټیسټ او پنځه شل اوریزه نړیوالې سیالي ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا که څه هم د ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالیو موفقه شوې وه، خو راتلونکي نړیوال جام ته د ښه تیاري په موخه د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ له سلا مشورو وروسته یوه ټیسټ لوبه لغوه شوه چې پرځای به یې دوه ټیست او پنځه شل اوریزه لوبي په یاد سفر کې ترسره شي.

همدارنګه باید ووایو چې روان ٢٠٢١ کال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دپاره مصروف او له بریا ډک کال دی چې د سویلي او افریقا او زمبابوې کامیاب سفر وروسته به روان کال انګلستان او ویسټ انډیز ته هم سفرونو ولري.

همدارنګه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ویسټ انډیز پر وړاندي په توپ وهنه کې بابر اعظم ٤٠٣ شغیب ملک ٢١٣ او احمد شهزاد ١٤٣ منډې يي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره يی ترلاسه کړي دی.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي په توپ وهنه کې مارلون سیملوز ٢٤٩ منډې او ډیون براو ١٩٠ منډې يي ترلاسه کړي دي.

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره بیا د ویسټ انډیز پر وړاندي په توپ اچونه کې شهاداب خان ١٥ ویکټې ایماد وسیم ١١ ویکټې او سهیل تنویر بیا ١٠ ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

خو د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کې سیمول ١٣ ویکټي او سونیل نارین ١١ ویکټي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ