د چټکو سلیزو لیست کې حضرت الله ځاځي هم شتون لري. | خبریال

د چټکو سلیزو لیست کې حضرت الله ځاځي هم شتون لري.

کریبکال وېبپاڼه / د کرکټ د فارمټونو څخه یو فارمټ هم دا شل اوریزي لوبي دي.شل اوریزي لوبي تر نورو د کرکټ فارمټونو څخه ډیر مینوال لري.

مونږ دلته هغه لوبغاړي در پیژنیو چي په شل اوریزو لوبو کې يي چټکي سلیزي يي جوړي کړي وي.

لومړي: په لومړي مقام کې ډویډ میلن شتون لري.ډیويډ میلن د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.ډویډ میلن د ٢٠١٦ کال راهیسي ٢٢٨ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٦٢٨٤ منډې هم ترلاسه کړي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٣٣.٤ منډې يي جوړي کړي دي.همدارنګه ډیويډ میلن په ٢٠١٧ کال کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په کمو ٣٥ توپونو باندي سلیزه جوړه کړه.

دوهم: په دوهم مقام کې بیا روهیت شرما شتون لري. روهیت شرما د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي . روهیت شرما د ٢٠٠٧ کال راهیسي تراوسه پوري يي ٣٥٠ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٩٣١٥ منډې هم ترلاسه کړي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٣٢.١ منډې يي جوړي کړي دي.همدارنګه روهیت شرما هم په ٢٠١٧ کال کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په کمو ٣٥ توپونو باندي سلیزه جوړه کړه.

دریم: په دریم مقام کې بیا افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي شتون لري. حضرت الله ځاځي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي . حضرت الله ځاځي بیا خپله لومړني شل اوریزه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندي په کال ٢٠١٦ د ډیسمبر د میاشتي په ١٦ نیټه ترسره کړه. تراوسه پوري يي ١٥ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٥٧٠ منډې هم ترلاسه کړي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٠.٧١ منډې يي جوړي کړي دي.همدارنګه حضرت الله ځاځي هم په ٢٠١٩ کال کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي يي په کمو ٤٢ توپونو باندي سلیزه جوړه کړه.
دا چي حضرت الله ځاځي ته هم اوس وخت کې په شل اوریزو لوبو کې ډیر چانس نه ورکول کیږي.

همدا رنګه په یاد لیست ګلین پلیپس، ارون فینچ، کرس ګیل، ډیویډ ملن، بابر اعظم، دلشان او تمیم اقبال یو په بل پسې شتون لري.

کرس ګیل، په ۴۷، ډیویډملن په ۴۸، بابر اعظم په ۴۹ او ارون فینچ په ۴۷ توپونو په شل اوریزه فارمټ کې چټکې سلیزې جوړې کړې دي.

دا هغه لوبغاړي دي.کوم لوبغاړو چي په شل اوریزو لوبو کې يي چټکي یعني په کمو توپونو يي سلیزي جوړي کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ