د پرلپسي زیاتو لوبو ترسره کولو کې د افغان لوبغاړو ریکاډ.
کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي هغه دوه لوبغاړي چي د پرلپسي د زیاتو لوبو د ترسره کولو ریکاډ لري هغه محمد شهزاد محمدي او اصغر افغان دي.
د کرکټ په نړيوالو سياليو کې د بیلا بیلو لوبغاړو لخوا بېلا بېل ډول ريکارډونه خپلېږي، چې په دې برخه کې د افغانستان پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد او د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د پرلپسې زياتو لوبو ترسره کولو ريکارډ هم خپل کړي دي.
محمد شهزاد او اصغر افغان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هفه لوبغاړي دي، چې په پرلپسې توګه يې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي په زياتو لوبو کې برخه اخيستې ده.
محمد شهزاد محمدي د ٢٠١٠ کال راهيسې تر ٢٠١٧ کال پورې له هېڅ کومې لوبې نه دى کینول شوى دي او په یاده دوره کې يي یي ټولي لوبي يي ترسره کړي دي.
همدارنګه اصغر افغان هم بيا د ٢٠١٤ کال راهيسې تر ٢٠٢٠ کال پورې له هېڅ شل اوريزې لوبې نه دى کېنول شوى.او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي په یاده دوره کې ټولې شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي دي.
محمد شهزاد محمدي او اصغر افغان دواړو ٨٥ / ٨٥ لوبي يي ترسره کړي دي.همدارنګه په ياده دوره کې داسي کومه لوبه نه دي ترسره شوي چي دواړو پکې برخه نه وي اخیستي.
خو محمد شهزاد محمدي د پرلپسي د زیاتو لوبو په ترسره کولو کې لومړي مقام لري.
همدارنګه اصغر افغان بیا د زیاتو پرلپسي لوبو په ترسره کولو کې دوهم مقام لري.
خو له محمد شهزاد محمدي او اصغر افغان څخه وروسته په یاد ليست کې د سکاټلېنډ د ټاپ ارډر توپوهونکي ريچي بيرنګټن نوم راځي،
ریچي بیر نګټن چي د سکاټلنیډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي له ٢٠١٠ کال راهيسې تر ٢٠١٩ کال پورې ٥٧ لوبې ترسره کړې دي.
همدارنګه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي انجیلو ميتيوز هم د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٥ کال پورې د سريلانکا په ټولو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى او له کومې لوبې څخه نه دى کېنول شوى، هغه ٥٥ پرلپسې لوبو کې ګډون کړى دى.
ورپسي په پنځم مقام کې پاکستاني لوبغاړي سعید اجمل شتون لري. چې د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٣ کال پورې يې د پاکستان په ټولو ٥٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.
خو د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لوبعاړي محمد اللہ په ٥٢ لوبو کې،د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي شاهد اپريدي ٤٨، د ايرلېنډ کيوين اوبراين ٤٨، د پاکستان عمر اکمل ٤٥، د افغانستان محمد نبي او راشد خان ٤٥-٤٥ لوبو کې په پرلپسې ډول ګډون کړى دى.
دا هغه لوبغاړي دي کوم چي يي د نورو لوبغاړو په نسبت يي زیاتې پرلپسي لوبي يي ترسره کړي دي.