وهاب ریاض: هیڅ لیګ د آی پي ایل سره نشي پرتله کیدي.
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز او چټک توپاچونکي وهاب ریاض په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالۍ باید د هیڅ لیګ سره پرتله نشي. ځکه دا لیګ د نورو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی.
همدارنګه وهاب ریاض زیاته کړه چي د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کرکټ لیګ هغه لیګ دی، چې د نړۍ تکړه او مشهور لوبغاړي پکښي لوبیږي.نو د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل د پاکستان سوپرلیګ ترڅنګ د هیڅ لیګ سره نشو پرته کولای او هیڅ لیګ وسره سیالي نه شي پرتله کولاي.
د وهاب ریاض په خبره د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل هغه لیګ دی، چې پکې د نړۍ تکړه او مشهور لوبغاړي پکې لوبیږي، نو مونږ نشو کولي چې د هندوستان غوره لیګ آی پي ایل د پاکستان سوپرلیګ سره پرتله کړو، زه په دې باوري یم، چې آی پي ایل لیګ په یوه جلا ډول ترسره کیږي، زه هیڅ فکر نه کوم، چې هیڅ لیګ دي د آی پي ایل سره سیالي وکړي، مګر که یو بل لیګ تر آی پي ایل وروسته شتون ولري، نو هغه به د پاکستان سوپرلیګ وي؛ ځکه د پاکستان سوپرلیګ دا ثابته کړې ده.
همدا راز تر یادو څرګندونو وروسته وهاب ریاض د پاکستان په سوپرلیګ کې د توپاچونې ستاینه کړې، چې په خبره یې، د پي ایس ايل لیګ توپاچونه بیا د نورو لیګونو په پرتله خورا ښه ده او په دې لیګ کې تر ډېره توپاچونکي تر ډیره بریالي وي.
خو د د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د فیبرورۍ میاشتې په شلمه نېټه کراچي ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوی و، چې د لیګ ۱۴ لوبې یې ترسره شوې، بیا وروسته د کورونا ویروس له امله، چې یو شمېر لوبغاړي په اخته شول وځنډول شو.
خو اوس تازه اوس د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې ددې لیګ پاتې لوبې به د راتلونکي جون میاشت کې ترسره کړي.
همدارنګه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب روان و، چې په یاد لیګ کې بیا ۲۹ سیالۍ یې ترسره شوې او د مې میاشتې په دویمه نېټه کله چې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبه وه، د کلکتې دوه لوبغاړي په کورونا اخته شول، وروسته یاده لوبه هم وځنډول شوه.
چي تر یادي پيښي وروسته د یو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي او مالکان په کورونا اخته شول او ورسره سم د هند کرکټ بورډ د ټول ټورنمنټ د ځنډېدو پرېکړه وکړه.او یاد لیګ يي تر نا مالومي مودي پوري يي وځنډوه.
خو د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په دې تړاو خبرو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.
همدارنګه اوس ددې لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې د هند هیواد څخه پرته کوم بهرني هیواد کې ترسره شي.