آیا په یاد لیست کې افغان لوبغاړي شتون لري! | خبریال

آیا په یاد لیست کې افغان لوبغاړي شتون لري!

کریکبال وېبپاڼه.د کرکټ د فارمټونو څخه یو فارمټ هم ټیسټ فارمټ دي.دا چي په اوس وخت کې کرکټ ډیر چټک شوي دي.خو بیا هم ټېسټ کرکټ خپل یو ځانګړی ځاي لري، ځکه چې دا د صبر او حوصلي لوبه ده او د کرکټ رښتینې بڼه هم د ټېسټ کرکټ لوبې دي.

مونږ دلته درته هغه لوبغاړي در پیژنیو کوم چي يي په ټیسټ لوبو کې تر نورو لوبغاړو يي ډیري سلیزي ترسره کړي وي.

لومړي : سچن ټنډولکر چي دا د هند پخوانی مخکښ او لیجینډ توپوهونکی چې نوموړي له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې يې ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چي په یاده دوره کې یو شمیر سلیزي پنځوسیزي يې وهلې ده.

نوموړي په ۲۰۰ ټیسټ لوبو کې ۵۱ سلیزې وهلي دي. همدارنګه نوموړي په ۳۲۹ اننزونو کې ۱۵۹۲۱ منډې ترسره کړي دي او په یوه لوبه کې يې او چت سکور يي ۲۴۸ ناسوځېدلې منډې هم کړې وې. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې يي ۶۸ نیمه سلیزې هم ترلاسه کړي دي.

دوهم : ژاک کيلس د سویلي افریقا دا نامتو پخوانی توپوهونکی چې نوموړي د ۱۹۹۵ راهیسې بیا تر ۲۰۱۳ کال پورې په ټېسټ لوبو کې لوبېدلی دی،

نوموړي همدارنګه ۱۶۶ ټېسټ لوبې يې ترسره کړي دي. نوموړي په ۲۸۰ اننزونو کې ۱۳۲۸۹ منډې کړې دي او دویم توپوهونکی دی چې زیاتې ۴۵ سلیزې يې وهلي دي. همدا راز نوموړي ۵۸ نیمه سلیزې هم وهلي دي او یوه لوبه کې يې ۲۲۴ زیاتې یا اوچتي منډې هم کړې دي.

دریم : ریکي پونټینګ د اسټرالیا مخکښ لوبډلمشر او توپوهونکی ریکي پونټینګ له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې په ټېسټ لوبي يي ترسره کړي دي

همدارنګه نوموړي ۱۶۸ لوبې يې کړې دي. هغه ۱۳۳۷۸ منډې کړې دي او دریم توپوهونکی دی چې ۴۱ زیاتې سلیزې يې وهلي دي. نوموړي ۶۲ نیمه سلیزې هم وهلي دي او په یوه لوبه کې يي ۲۵۷ يې زیاتې منډې دي.

څلورم : کمار سنګا کارا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ توپوهونکی کمار سنګاکارا د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې ټېسټ لوبي يي ترسره کړي دي

کمار سنګا کارآ د زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو ترمنځ څلورم مقام لري.

همدارنګه کمار سنګا کارآ ۱۳۴ ټیسټ لوبې يې ترسره کړې دي. هغه په یادو ١٣٤ لوبو کې يي ۱۲۴۰۰ منډې کړې دي او ۳۸ سلیزې يې وهلي دي،

پنځم راهول ډریویډ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکی راهول ډریویډ له ۱۹۹۶ څخه بیا تر ۲۰۱۲ کاله پورې يي لوبي ترسره کړي دي

همدارنګه نوموړي ۱۶۴ ټېسټ لوبې يې کړې دي. هغه په یادو ١٦٤ لوبو کې يي ۱۳۲۸۸ منډې کړې دي او ۳۶ سلیزې يې وهلي دي، چې په دې توګه پنځم توپوهونکی دی چې زیاتې سلیزې يې ترلاسه کړي دي.

باید یاده شي چي په یاد لیست کې افغان لوبغاړي شتون نه لري ځکه چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کم وخت کیږي چي د کرکټ د نړیوالې شورا څخه يي پشپړ غړیتوب ترلاسه کړي نو له همدي وجي يي کمي ټیسټ لوبي يي ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ