د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالي به په متحده اماراتو کې ترسره شي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالي به په متحده اماراتو کې ترسره شي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا psl کرکټ لوبي چي شپږم پړاو کې يي د څوارلس لوبو د ترسره کولو وروسته د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وه.

چي اوس تازه د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل د شپږم پړاو د پاتې  سیالیو د ترسره کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه، چې په ابوظهبي کې به د د پاکستان سوپر لیګ یا PSL پاتې سیالي ترسره شي.

خو همدارنګه د پاکستاني رسنیو د راپورون په اساس چې په ابوظهبي کې د پي ایس ایل ۶م د پاتې لوبو ترسره کولو لیکلې اجازه نامه به هم څو ورځو کې حکومت ورکړي.

د ځينو سرچینو له قوله ویل شوي دي، چې د ټولو لوبډلو لوبغاړي به د مۍ په ۱۸ او ۱۹ نېټو په کراچۍ او لاهور کې د کورونا ټېسټونه وکړي. په ورپسې ورځ به د کراچۍ کنګز او کوټې ګلیډیټرز لوبډلې په کراچۍ، د پېښور زلمي، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې په لاهور کې هوټلونو کې دېره شي.

همدارنګه په یاد راپور کې زیاته شوې ده، چې د مۍ په ۲۲مه نېټه به ټولې لوبډلې په دوه ځانګړو الوتکو کې ابوظهبي ته روانې شي، د کراچۍ او کوټې لوبډلې به د کراچۍ نه او د پېښور، لاهور، ملتان او اسلام اباد لوبډلې به د لاهور نه روانې شي.

ټول لوبغاړي چې ابوظهبي ته ورسېږي، نو هلته به د ۷ ورځو لپاره کرنټین وي، خو که چېرته د اماراتو حکومت دا کرنټین ۱۰ ورځې کړ، نو ښايي د سیاليو پیل دوه ورځې وځنډېږي. همدا راز ویل کېږي چې د ټولو لوبغاړو د واکسین لپاره هم غم خوړل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبېږي، راشد خان، محمد نبي، قېس احمد، مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال د دغه سیاليو په پیل کې بېلا بېلو لوبډلو اخیستي و، خو رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ د پاتې سیالیو لپاره اخیستل شوي دي.

خو د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو پاتي لوبو کې افغان لوبغاړي محمد نبي ،راشد خان او مجیب ځدران د نه لوبیدو پریکړه کړي ده.چي د یادو لوبغاړو پر ځاي نور لوبغاړي اخیستل شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ