وریندر سېواګ: راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی. | خبریال

وریندر سېواګ: راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپ‌اچونکی دی.

کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه یادي څرګندونې کړې.

د وریندر سېواګ ترڅنګ د کرکټ لوبې ستر شنونکي هارشا بوګلي بیا د راشدخان ارمان په اړه وايي، چې په شل اوریزه سیالیو کې مخکښ توپ‌اچونکي توګه راشدخان هرځای ویکټې اخلې.

راشد خان د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي. راشد خان په۲۰۱۷م کال کې د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لخوا وا خیستل شو، چي په یاد کال کې د هندوستان غوره لیګ کې يي ۱۴ لوبې ترسره کړي، چي په یادو ١٤ لوبو کې يي ۱۷ ویکټې يي هم ترلاسه کړي دي.

راشد خان بیا هم ۲۰۱۸م کال کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لخوا وپیرل شو،چي په ٢٠١٨ کال کې د هندوستان غوره لیګ کې يي ۱۷ لوبې ترسره کړي ،او په یادو لوبو ١٧ لوبو کې يي ۲۱ ویکټې ترلاسه کړي وي.

په ۲۰۱۹م کال کې بیا هم راشد خان د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د دریم ځل لپاره د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لخوا وا خیستل شوو. چي په ٢٠١٩ کال آی پي ایل سیالیو کې يي ۱۵ لوبې لوبي ترسره کړي.چي په یادو ١٥ لوبو کې ۱۷ ویکټې هم ترلاسه کړي وي.

راشد خان بیا هم د څلورم ځل لپاره د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخه شوه.چي په ۲۰۲۰م کال کې د هندوستان غوره لیګ کې ۱۶ لوبې ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ۲۰ ویکټې ترلاسه کړي.

۲۰۲۱م کال کې بیا هم راشد خان د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره پنځم ځل لپاره یوځاي شو. چي په ٢٠٢١ کال د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې يي ۷ لوبې ترسره کړي چي په ٧ لوبو کې يي ۱۰ ویکټې ترلاسه کړي او یاد لیګ کې د نهه ویشتو لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري وځنډول شوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ