د کرکټ د نړۍ بیرته غریبان شوي لوبغاړي | خبریال

د کرکټ د نړۍ بیرته غریبان شوي لوبغاړي

خبریال وېبپاڼه-  د نړۍ هغه کرکټران چې خپله شتمنې يې دلاسه ورکړي ده او بې ته د غربت ژوند ته ستانه شوي دي ​، دلته يې درپيژنو.

۱- ارشد خان، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی ارشد خان اوسمهال د اسټراليا په سيډني ښار کې ټکسی چلوونکی دی.

ارشد خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی ورو توپ اچوونکی وه هغه اوس مهال د اسټراليا په سډني ښار کې مېشت دی.

ارشد په ۱۹۹۷-۱۹۹۸ ز کلونو کې د ويسټ اينډيز او پاکستان ترمنځ لوبو کې ولوبول شو.

ارشد خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره تر ۲۰۰۶ ز ۹ ټيسټ او ۵۸ يو ورځينۍ لوبي لوبولي دي.

د خليج ټايمز ورځپاڼې د راپور په اساس ارشد خان اوس مهال د اسټراليا په سيډني ښار کې مېشت دی او ټکسې چلوونکی دی.

۲- اډم هولېواک په اسټراليا کې زيږيدلی دی خو د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره د ۲۰۰۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې لوبيدلی دی.

اډم هم د هغه لوبغاړو له ډلي څخه دی چې بيرته د غربت ژوند ته ستون شوی دی.

۳- ميتېو سنکلېئر نيوزلينډی لوبغاړی دی ميتېو سنکلېئر په ۲۰۱۳ ز کال کې د نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او د خپلي مور سره د خپل پلار د مرګ وروسته د نيوزلينډ څخه اسټراليا ته وکوچيد.

هغه د ځينو ستونزو له کبله و نه شو کولی چې خپلي زده کړي بشپړي کړي چې همدا يې د غربت اصلي لامل هم دی.

۴- کرېس کراېنس هم نيوزلينډی لوبغاړی دی او د هغه لوبغاړو په ډله کې شتون لري چې بيرته د غربت ژوند ت ستون شوی دی.

کرېس کراېنس د نيوزلينډ لپاره يو غوره لوبغاړی او الرونډر هم وه.

کرېس کراېنس الرونډر لوبغاړی د خپل نړيوالو لوبو په تاريخ کې ۹ نړيوالي سليزي او ۴۲۰ ويکټي لري.

۵- جناردن نئفلې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی دی.

جناردن نئفلې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لومړنی لوبغاړی وه چې په ټيسټ لوبه کې يې د ويکټ ساتنې دنده تر سره کړه.

جناردن نئفلې هندی لوبغاړی هم د هغه لوبغاړو په ډله کې دی چې د کرکټ وروسته بيرته عادي او د غربت ژوند ته ستون شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ