اسټرالیا د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي خپله لوبډله اعلان کړه. | خبریال

اسټرالیا د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي خپله لوبډله اعلان کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې به د ویسټ انډیز په کوربه توب ۴ نړیوالې شل اوریزې او ۳ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د جولای په ۱۱مه به پيل او د جولای تر ۲۵مې به دوام وکړي. چي یادو لوبو ته د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې خپله ٢٣ کیسزه لوبډله اعلان کړه.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره د راتلونکو سیالیو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې مارنوس لابوشین او کېمرون ګرین پکې نه دي اخیستل شوي، همدا راز تنویر سانګها او جوش پیلیپ په لوبډله کې شامل دي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ۲۳ کسیز نوملړ:
ارون فنچ لوبډلمشر، اشټون اګر، جېسن بیهرنډورف، الیکس کیري، پاټ کومنز، جوش هازلووډ، موسیس هینریکس، مچل مارش، ګلین میکسویل، ریلي میریډټ، جوش پیليپ، جهي ریچارډسن، کین ریچارډسن، تنویر سانګها، ډارسي شارټ، سټیو سمیت، مچل سټارک، مارکس سټوینیس، مچل سویپسون، انډري ټای، میتیو ویډ، ډیویډ وارنر او اډم زمپا شامل دي.

اسټرالیا به د ویسټ انډیز په کوربه توب ۴ نړیوالې شل اوریزې او ۳ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د جولای په ۱۱مه به پيل او د جولای تر ۲۵مې به دوام وکړي.

همدارنګه څلور شل اوریزې لوبې په سینټ لوسیا کې د ډېرن سمي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د جولای په ۱۱مه نيټه. ۱۳ مه نيټه ، ۱۵ مه نیټه او په ۱۷مه نېټه به ترسره شي.

همدا راز ۳ یو ورځنۍ لوبې بیا د بارباډوس په کینسنګټن اوول لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د جولای په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه به ترسره شي.

همدارنګه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ ټولي ١٠١ ټیسټ لوبي ترسره شوي. چي د یادو ١٠١ ټیسټ لوبو څخه يي ٤٧ ټیسټ لوبي يي اسټرالیا کټلي او ٣٠ لوبي بیا د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

د یادو لوبډلو ترمنځ همدارنګه ١٣٩ یوه ورځیني لوبي هم ترسره شوي چي د یادو ١٣٩ لوبو کې ٧٣ يوه ورځیني لوبي يي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کټلي او ٦٠ یوه ورځیني لوبي بیا د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ