د ٢٠١٠ کال راهیسي هغه لوبغاړي چي د کال ډیري ویکټي يي ترلاسه کړي. | خبریال

د ٢٠١٠ کال راهیسي هغه لوبغاړي چي د کال ډیري ویکټي يي ترلاسه کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ لوبه چي د نړي په سطخه یوه مشهوره او تفریخي لوبه ده.د کرکټ لوبي لپاره په زیات شمیر هیوادونو کې کرکټ لوبغالي جوړ شوي دي. او هر کال د کرکټ د نړیوالي شورا تر څنګ یو شمیر هیوادونه تجارتي لوبي هم ترسره کوي.

مونږ دلته هغه توپ اچونکي در پیژنیو چي د ٢٠١٠ کال راهیسي د کال غوره توپ اچونه او ډیري ویکټي يي ترلاسه کړي.

لومړي: ګرامي سوانن د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي.ګرامي سوانن په ٢٠١٠ کال کې ١١١ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

دوهم: سعید اجمل چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي.سعید اجمل په ٢٠١١ کال کې ٨٩ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

دریم: په ٢٠١٢ کال کې بیا هم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سعید اجمل د کال غوره توپ اچونکي شو چي په ٢٠١٢ کال کې يي ٩٥ ویکټي ترلاسه کړي وي.

څلورم: په ٢٠١٣ کال کې سعید اجمل بیا هم د دریم ځل لپاره د کال غوره توپ اچونکي شو.چي په ٢٠١٣ کال کې يي هم ١١١ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

پنځم : رنګانه هیراتي چي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي.نوموړي په ٢٠١٤ کال کې ٧٥ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

شپږم : میچل سټارګ چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي.نوموړي په ٢٠١٥ کال کې ٨٨ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

اووم: روین چندرا اشوین چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي دي.اشوین په ٢٠١٦ کال کې بیا ٩٧ ویکټي ترلاسه کړي وي.

اتم: کیسو راباډا چي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي دي. راباډا بیا په ٢٠١٧ کال کې بیا ٨٤ ویکټي ترلاسه کړي وي.

نهم: چسپرټ بومبرا چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ا لوبغاړي دي. چسپرټ بومبرا په ٢٠١٨ کال کې بیا ٧٨ ویکټي ترلاسه کړي وي.

لسم: پټ کمینس چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي. پټ کمینس په ٢٠١٩ کال کې بیا ٩٩ ویکټي ترلاسه کړي وي.

یولسم: ټایم سوتي چي د نیو زیلنډ کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي. ټایم سوتي په ٢٠٢٠کال کې ٤٦ ویکټي ترلاسه کړي وي.

دولسم : روان ٢٠٢١ کال کې تراوسه پوري پاکستاني توپ اچونکي حسن علي مخکي دي. چي د کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي دي. په ٢٠٢١کال کې ٤٠ ویکټي ترلاسه کړي دي.

دا هغه لوبغاړي دي چي د ٢٠١٠.کال راهیسي هر کال غوره توپ اچونکي په توګه يي ځاي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ