راتلونکي نړیوال شل اوریز جام. | خبریال

راتلونکي نړیوال شل اوریز جام.

کریکبال وېبپاڼه / نږدې پنځه کاله وړاندې په هندوستان کې د نړیوال شل اوریز جام شپږم پړاو جالبه پایلوبه ترسره شوې وه او دا جام بیا د اقتصادي او په دې وروستیو کې د کورونا ستونزو له امله ترسره نشو.

۲۰۱۶ کې شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې د کارلوس برېتوېټ د څلورو پرله پسې شپږیزو په مرسته ماته ورکړه.

هغه له بین سټوکس څخه وروستي اوور کې شل منډې پوره کړې.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام په اکټوبر میاشت کې په هند کې
په پام کې دی؛ خو که هند کې د کورونا ویروس همداسې پراخ وي، بیا نو د نړیوال جام کوربتوب به یا سریلانکا او یا هم انګلستان کوي.

۲۰۲۱ کې غور پیل شوی، چې د ۱۶ لوبډلو پرځای ۲۰ لوبډلې ولوبوي او ۲۰۲۴ کې هم تمه شته، چې ډېرې لوبډلې د شل اوریزجام برخه شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له د سرچینو له ادرسه کرېک اېنفو لیکلي، چې پنځه لوبډلې به څلورو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

همدارنګه یاده شورا غواړي، چې د ښځینه وو لوبډلې هم زیاتې کړي او په نړیوال جام کې یې ولوبوي.

د کرکټ نړیوالې شورا اپرېل میاشتې په اوږدو کې هم اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ په نړیوال پنځوس اوریزجام کې به هم له لسو لوبډلو زیاتې یعنې څوارلس لوبډلې ولوبوي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، چې د نوو لوبډلو په راتګ سره به نړیوال جام لا جذابیت ومومي او ډېر نوي مینوال به د کرکټ لوبو ته ور وګرځي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ