پاتي لوبو ته لوبغالي مشخص شوي دي PSL | خبریال

پاتي لوبو ته لوبغالي مشخص شوي دي PSL

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL لیګ تجارتي لوبي چي سږ کال يي شپږم پړاو سیالي رواني وي.خو په یاد لیګ کې سږ کال د څوارلس لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وه.

چي اوس تازه د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل د شپږم پړاو د پاتې سیالیو د ترسره کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه، چې په ابوظهبي کې به د د پاکستان سوپر لیګ یا PSL پاتې سیالي ترسره شي.

راپورنه وايې چې پاکستان کرکټ بورډ ته د متحده عربي اماراتو حکومت لخوا اجازه ورکول شوې ترڅو د شپږم پړاو پي ايس ايل ليګ پاتې لوبي ابي دابي لوبغالي کې ترسره کړي.بلخوا پاکستان کرکټ بورډ ويلي چې ټول کورني لوبغاړي به د روانې مى مياشتې په اتلسمه او نولسمه نېټه په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د کوئيډ۱۹ معاينات وکړي.
په ياد ليګ کې ګډونوالې ټولې لوبډلې به د مۍ مياشتي په ۲۲مه نيټه په دوه چارټر شويو الوتکو کې ابي دابي ته سفر وکړي.
د کويټه او کراچي کينګز لوبډلي به له کراچۍ او پيښور زلمي، ملتان سلطانز، اسلام اباد او لاهور قلندرز لوبډلې به له لاهور څخه د متحده عربي اماراتو په لور وخوځيږي.

ټول لوبغاړي به متحده عربي اماراتو کې عادي ۷ ورځې قرنطين تيروي خو که د متحده عربي اماراتو حکومت لخوا د لسو ورځو قرنطين وړانديز وشي، نو ممكن لوبې د ټاکل شوې مهالويش څخه وروسته پيل شي.
په پام کې وه د پاکستان سوپرليګ شپږم پړاو لوبې د مهالويش په اساس د روان ميلادي کال مارچ مياشت کې پاى ته رسيدلى وى، خو په ياد هيواد کې د کوئيډ۱۹ د دوهمې څپې له کبله په نيمايي کې جون مياشت ته وځنډول شوي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبېږي، راشد خان، محمد نبي، قېس احمد، مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال د دغه سیاليو په پیل کې بېلا بېلو لوبډلو اخیستي و، خو رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ د پاتې سیالیو لپاره اخیستل شوي دي.

خو د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو پاتي لوبو کې افغان لوبغاړي محمد نبي ،راشد خان او مجیب ځدران د نه لوبیدو پریکړه کړي ده.چي د یادو لوبغاړو پر ځاي نور لوبغاړي اخیستل شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ