ډیویلیرز نړیوال کرکټ ته نه راستنیږي. | خبریال

ډیویلیرز نړیوال کرکټ ته نه راستنیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي چي ډیویلیرز د دوي تمي خلاف خپله استعفا وانخیسته او نړیوال کرکټ ته نه راکرځي.مخکي داسي ویل کیدل چي ښاي ډیویلیرز به بیرته په نړیوال جام کې د سویلي افریقا لوبډلې برخه شي.

همدرنګه د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د وبسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ورکړل شوي، تر څو ډیویلرز ممکن په یادو پنځو شل اوریزه سیالیو کې له سویلې افریقا لوبډلې سره ولوبیږي.

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکي ډیویلرز څه ورځې وړاندې په یوې پوه تازه مرکه کي ویلې وه، چمتو دی، تر څو نړیوال کرکټ ته یو ځل بیا راشي او د خپلي ملې لوبډلې سره، چې ډېره ورته اړتیا لري یوځای شي.

همدارنګه آبیډیویلرز په یاده مرکه کې ویلې وه، چې په دې هکله د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې د روزونکي مارک بوچر سره به د هند تر آی پي ایل سیالیو وروسته په بشپړه توګه خبري وکړي.

د نړۍ دې مخکښه توپوهونکي د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې په ناڅاپي ډول یوه ویډیو خپره کړه او پکې د یوې ناڅاپي پريکړي په کولو سره یې د هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ډیویلرز چي نړیوالو سیالیو کې یې په خپلو جالبو لوبو او شاټونو ډیر مینوال يي ځانته جلب کړي وه، پر یادي پرېکړي یې ډېر حیران کړل او ډېره خواشیني یې څرګنده کړه.

خو همدارنګه آبی ډیویلرز په یاده ویډیو کي ویلې وه، چي نور ستړی شوی او دا مناسب وخت دی، چي د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړم.

ابی ډیویلرز د ۲۰۰۴م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پوري د سویلي افریقا هیواد په کرکټ ملې لوبډلې کې ولوبېد، چي د یادې لوبډلې لپاره یې ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۴۱ بیا فرسټ کلاس لوبې کړې دي.

ډیویلرز په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۵۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۷۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۰۶۸۹ منډې جوړې کړې دي.

شاوخوا پنځه کلونه وړاندې ډیویلرز په یو ورځنیو سیالیو کي تر ټولو لوبغاړو چټکه سلیزه ووهله او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انډيز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخې سلیزه ده.

۵ کاله مخکې په هماغه لوبه کې ډیویلرز په ۴۴ توپونو تيزې ۱۴۹ منډې وکړې، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۹ یې بیا څلوریزې په کې ووهلې.

باید یاده شي چي آبی ډیویلیرز د هندوستان غوره لیګ کې د بنګلور لوبډلې سره لوبیږي خو اوسمهال یاد لیګ د کرونا ویروس له امله تر نامالومي مودي پوري ځنډیدلې دي.

خو اوس تازه ډیویلیرز ویلي چي بیرته نړیوال کرکټ ته نه راستنیږم.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ