د پاکستان سوپر لیګ پاتي لوبي په ابوظبي کې ترسره کیږي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ پاتي لوبي په ابوظبي کې ترسره کیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL خبریال ویب پاڼه/ شپږم پړاو تجارتي لوبي چي د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي و.خب

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د کورونا وبا له امله ځنډول شوي، د پاکستان پر ځای د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره کیږي.

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې د پاکستان په کراچي ښار کې ترسره شوې، خو په کورونا ویروس د یو شمېر لوبغاړو تر اخته کېدو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې سیالۍ وځنډوي.

اوس تازه راپورونه ورکړل شوي، چې ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر شلمې نېټې پورې په ابوظبۍ کې ترسره شي، خو ددې ځای په اړه لا هم په رسمي ډول خبر نه دی ورکړل شو او پاکستاني رسنۍ وايي، اجازه‌لیک به د ابوظبۍ څخه ډېر ژر ترلاسه کړي.

بل پلوه راپورونه ورکړل شوي، چې په دې لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کراچي او لاهور ښارونو کې سره راټول، بیا به د کورونا واکسین ورکړل شي او تر څو ورځې وقفې وروسته به د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي.

په یاد لیګ کې تر دې دمه پورې ۱۴ سیالۍ شوې دي، چې کراچي کینګز لوبډلې د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي ځای کې شتون لري.

لومړي مقام کراچي کینګز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

دوهم مقام پېښور زلمي لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

دریم مقام اسلام اباد یونایټیډ؛ ۴ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۱ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

څلورم مقام لاهور قلندرز لوبډله؛ ۴ لوبې یې کړې دي، ۳ لوبې یې ګټلې، ۱ یې بایللې، ۶ نمرې لري.

پنځم مقام ملتان سلطانز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۱ لوبه یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۲ نمرې لري.

شپږم مقام کویټه ګلډیټرز لوبډله؛ ۵ لوبې یې کړې دي، ۱ لوبه یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۲ نمرې لري.

همدارنګه په یاد لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.

خو اوس په دې لیګ محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب ځدران پکې د نه لوبېدو پرېکړه کړې، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي او تېره سې شنبه یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجیب ځدران هم واخیستل.

نجیب الله ځدران کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز بیا ملتان سلطانز لوبډلې لخوا وپیرل شول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ