د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ راتلونکي لوبه. | خبریال

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ راتلونکي لوبه.

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبو له اړخه سږني کال ښه نه وه.ځکه چي په یاد کال کې يي ډیري لوبي ترسره نه کړي.

اوس تازه د اسټرالیا کرکټ بورډ تایید کړه.چي د استرالیا کرکټ ملي لوبډله به د افغانستان سره په روان کال کې یوه ټیسټ لوبه ترسره کړي.

همدارنګه د اسټرالیا کرکټ بورډ تایید کړې چې د افغانستان سره یوازینۍ ټیسټ لوبه به په هوبرټ ښار کې ترسره شي.

اسټرالیا هغه لوبډله ده چې زیاتره وخت له کمزورو لوبډلو سره سیالۍ نه خوښوي.

خو د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي.چي دوی به راتلوونکي کې ډیرې سیالۍ په مخکې لري او له همدې کبله به یې د افغانستان سره ټیسټ لوبه د دوی لوبغاړو لپاره د تمرین ښه لوبه کیدلی شي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه یوازینۍ ټیسټ لوبه په پام کې وه چې تیر کال نومبر میاشت کې به د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شو وی،خو د کرونا وبا له کبله د اسټرالیا په کوربتوب د نړیوال شل اوریز جام ځنډیدو سره همدا لوبه هم وځنډیده.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه یوازینۍ ټیسټ لوبه په پام کې وه چې تیر کال نومبر میاشت کې به د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شو وی،خو د کرونا وبا له کبله د اسټرالیا په کوربتوب د نړیوال شل اوریز جام ځنډیدو سره همدا لوبه هم وځنډیده.

داسې احتمال وو چې اسټرالیا کرکټ بورډ به د افغانستان سره همدا لوبه هم لغوه کړي وی،خو اسټرالیا کرکټ بورډ تایید کړه چې افغانستان سره ځنډول شوي سیالي به د روان کال په وروستیو کې د پرت لوبغالي په ځای په هوبرټ ښار کې ترسره کړي.

هوبرټ د اسټرالیا هغه ښار دی چې زیاتو ټیسټ لوبو کوربتوب یې ندی کړئ.په یاد ښار کې یوازې ۱۳ ټیسټ لوبې ترسره شوي.وروستي ځل په ۲۰۱۶ کال کې د اسټرالیا او سويلي افریقا ترمنځ ټیسټ لوبه ترسره شوي ده.

همدارنګه دا به د اسټرالیا کرکټ ټیم پیپني لپاره لومړی ځل وي چې په هوبرټ ښار کې د ټیسټ لوبو کپتاني ترسره کوي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به هم دا یوه ټیسټ لوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ