د سږني آی پي ایل د نه ترسره کیدو تاوان. | خبریال

د سږني آی پي ایل د نه ترسره کیدو تاوان.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي سږکال يي څوارلسم پړاو سیالي چي نهه ویشت لوبي په کې ترسره شوي او پاتي لوبي يي د کرونا ویروس له امله وځنډول شو.

همدارنګه د ۲۰۲۱م کال آی پي ايل سيالۍ په وروستيو ورځو کې د د کرونا ویروس پېښو د زیاتوالي له امله وځنډېدې. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې په خوندي چاپيريال کې د څو لوبغاړو د کرونا ټيسټونو پایلې مثبته راغلې. د هند کرکټ بورډ مشر سارف ګنګولي او مرستيال مشر راجيو شکلا تر دې دمه نه دي ويلي چې پاتې سيالۍ به تر سره شي که نه.

خو همدارنګه له تر سره کېدونکو ۶۰ سیالیو څخه ۳۱ سیالۍ پاتې دي چې نه دي تر سره شوي. د هند کرکټ بورډ ويره لري چې د آی پي ايل د دغو پاتې لوبو نه کېدل به يادې ادارې ته د روان کال آی پي ايل د عوايدو نيمايي ۲۰۰۰ کروړه هندي کلدارو تاوان واړوي چې دا د لوبډلو لپاره هم بد خبر دی او اغيزمنوي يې او ددې تر شا دليل هم په نيمايي کې د اي پي ايل درېدل دي. له آي پي ایل څخه د ترلاسه شویو پیسو له منځه یوه اندازه ټاکلی رقم چې هر کال د ریزرف یا مشخصې احتیاطي سرمایې په توګه ساتل کیږي او بیا چې وروسته د آي پی ایل د مالکینو او د هند د کرکټ ادارې ترمنځ تقسیمیږي، هم سږکال د اي اپي ایل د ځنډیدو او عوایدو د کمیدو له امله له ستر ګواښ سره مخ دي. اصل دا دی چې باید هر کال دغه ټاکلی اندازه رقم پوره وساتل شي نو دا چې له یوې خوا سیالۍ نیمه کې پاتې شوې او ګټه ترلاسه نشوه، او له بلې خوا به له همدې کمې اندازه پیسو څخه به لومړی خپل ریزرف پیسې پوره کوي نو د تاوانونو او خصارې اندازه نوره هم لوړیږي.

دا چې دغه سیالۍ لا هم په نیمایي کې پاتې دي او د ترسره کېدو په اړه یې هم معلومات نشته نو داسې اټکل کیږي چې ټولې ګډون کوونکې لوبډلې ښایي تر ۱۰۰۰ کروړه هندي کلدارو پورې تاوان وکړي چې هر کال به ورته له هغو مشخصو اندازه پیسو څخه ورکول کېدې.

د لوبډلو لياره بله غټه اندېښنه دا ده چې هر یوه فرنچایز له بېلابېلو تجارتي کمپنیو او شرکتونو سره تړونونه لري. هره لوبډله د خپل بېساري شهرت څخه په ګټې اخیستنې سره له ملاتړ کوونکو کمپنیو څخه څو کروړه ګټه ترلاسه کوي، چې سرحد یې تر ۴۰ کروړه هندي کلدارو پورې هم رسیږي. ټاکل شوې وه چې د سږکال هند غوره لیګ سیالیو څخه ټولو لوبډلو له مالي ملانړو څخه تقریباً ۶۰۰ کروړه هندي کلدارې ګټه ترلاسه کړې وای. د هند کرکټ ادارې هم د ۸۰۰ کروړه هندي کلدارو ګټې ته ملا تړلې وه خو دا چې دغه سیالۍ په نیمه کې پاتې شوې نو دغه ټول اړخونه به هم له خپلو مالي ملاتړو څخه د یاد رقم نیمايي برخه ترلاسه کوي.

اوسمهال د یاد لیګ د کوربه توب لپاره زیات شمیر هیوادونو د هندوستان کرکټ بورډ ته وړانديز کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ