ډیویلیرز د نړیوال کرکټ ته د نه راستنیدو علت. | خبریال

ډیویلیرز د نړیوال کرکټ ته د نه راستنیدو علت.

کریکبال وېبپاڼه / مخکي داسي اوازي وي چي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي ابی ډویلیرز به بیرته نړیوال کرکټ ته راشي.

خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ تازه وویل چي نوموړي سره يي د نړیوال کرکټ ته د بیرته راستنیدو خبري پاي ته رسیدلي او همدارنګه ډیویلیرز هم ویلي چي نوموړي به نړیوال کرکټ ته نه راستنیږي او د تقاعد پریکړه يي وروستي ده.

خو نړیوال کرکټ ته د درې کاله وړاندې ریټایر شوي ای بي ډیویلیرز د راتګ په اړه له ډيرې مودې راهیسې بحثونه روان وه او خپله ډيویلیرز هم تمه لرله چې د آی پي ایل څوارلسم پړاو پای کې خپل فیټنس او فوم ته په کتو یو ځل بیا د سویلي افریقا په ملي لوبډله لپاره لوبه ترسره کړي.

نوموړي د هندوستان غوره لیګ یا آی پی ایل تجارتي سیالیو کې د لوبیدو پر مهال ویل چې د سویلي افریقا د روزونکي مارک بوچر سره په اړیکه کې دی او که هر څه سم لورې ته سیخ شول نو دی به خوښ وي چې د خپل هیواد لپاره یو ځل بیا ولوبیږي. په دې تړاو مارک بوچر هم هغه مهال ویلي وه چې خبرې سم لوري ته روانې دي.

سره له دې چې د ډیویلیرز بیا راستندیدو ته ډيره زیاته تمه موجوده وه خو تیره ورځ د ویسټ انډيز په وړاندې لوبو ته سویلي افریقا خپله لوبډله اعلان کړه چې نه خو پکې د پخواني لوبغاړي ډیویلیرز نوم شته او نه هم د پخواني کپتان فاف ډوپلیسي. په خپره کړې اعلامیه کې د سویلي افریقا کرکټ بورډ د فاف په اړه څه نه دي ویلي خو د ډیویلیرز په اړه یې همدومره ویلي چې د هغه د تقاعد پریکړه وروستۍ ده.

د لوبډلې له اعلان وروسته د سویلي افریقا روزونکي مارک بوچر جوهانسبورګ کې رسنیو ته وویل چې دی خواشینی دی چې ډیویلیرز بیرته راستون نه شو خو د یو روزونکي په توګه اړ دی چې له همدې لوبغاړو سره مخکې لاړ شي. بوچر د هغه د نه راستنیدو د علت په اړه وویل ډیویلیرز ونه غوښتل چې د یو داسې لوبغاړی ځای ونه نیسي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسي په ملي لوبډله کې لوبیږي. د هغه د نه راستنیدو علت همدا دی.

همدارنګه بوچر دغه راز وویل چې د سویلي افریقا پخوانی نوموتی لوبغاړی ای بي ډیویلیرز اوس هم بهترین لوبغاړی دی خو دی یې پریکړې ته احترام کوي او له شته لوبغاړو سره به کوښښ کوي چې راتلونکې کې ښې لوبې وکړې.

همدارنګه سویلي افریقا غوښتل چي را روان شل اوریز نړیوال جام لپاره ډیویلیرز د سویلي افریقا د ټیم برخه شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ