د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د ټیسټ لوبي اهمیت. | خبریال

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د ټیسټ لوبي اهمیت.

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازیني ټاکل شوي ټیسټ لوبه د روان کال ٢٠٢١ د نومبر د میاشتي د ٢٧ مي نیټي څخه تر ډیسمبر د میاشتي تر لومړي نیټي پوري دوام وکړي.

همدارنګه افغان کرکټ بورډ بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې له ۲۷ مي نیټي څخه بیا د ډیسمبر میاشتې تر لومړي نېټې پورې ترسره شي.

خو په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوي، یاده لوبه د اسټرالیا په کوربتوب د هوبارټ ښار په بلن ستوڼ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

یاده اعلامیه کې د اسټرالیا سره د یادي یوازینۍ ټیسټ لوبې په تړاو د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئیس فرهان یوسفزي خبري راخیستل شوي، چې پکې دا سیالي یې د افغانستان لپاره خورا مهمه ګڼلې.

« اسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یوه له غوره لوبډلو څخه ده. دا د دوی پر وړاندې زموږ لومړۍ ټېسټ لوبه ده او زه ډاډه یم چې دا به د دواړو لوبډلو لپاره بهترینه لوبه وي، مونږ دغې سیالۍ ته منتظر یو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۲۰م کال په پیل کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروسي ناروغۍ د محدودیتونو له امله وځنډول شوه.

د یادولو وړ ده چي افغان کرکټ ملې لوبډله د روان ۲۰۲۱م کال په پيل کې د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې له لسم مقام څخه نهم مقام ته پورته شوه.

خو له هغه وروسته د لسو غوره لوبډلو څخه وغورځول شوه او څو ورځې وړاندې په تازه اعلان شوې لوبډله کې په لسو غوره ټیمونو کې نه ده راوړل شوې.

افغان کرکټ ملې لوبډلې تراوسه پورې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې لومړي لوبه یې د هندوستان ، دوهمه لوبه یې د ایرلینډ، درېیمه لوبه یې د ویسټ انډیز، څلورمه لوبه یې د بنګله‌دېش، پنځمه لوبه یې د زیمبابې او شپږمه لوبه یې هم د زیمبابې ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

افغان لوبډلې په یادو شپږو ټیسټ لوبو کې د هند، ویسټ انډیز او زیمبابې څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماته ومنله، خو ایرلینډ، بنګله‌دېش او زیمبابې ته یې بیا په دویمه ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ