داسې لوبغاړي چې ای پي ایل کې زیات په صفر سوځيدلي! | خبریال

داسې لوبغاړي چې ای پي ایل کې زیات په صفر سوځيدلي!

ای پي ایل سيالۍ چې د نړۍ تر ټولو سترې تجارتي سيالۍ شمیرل کيږي،زیاتره وخت پکې بيټسمینان جالبې او په زړه پورې لوبې نندراې ته وړاندې کوي.

مونږ دلته په لنډ ډول هغه بیټسمینان یا لوبغاړي در پیژنو چې زیات په صفر سره سوځيدلي دي.

لومړۍ- هربجن سينګ

هربجن سينګ چې د هند کرکټ ملي لوبډلې یو پخوانی تجربه لروونکی لوبغاړی دی.نوموړي په ای پي ايل سيالیو کې د ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نوموړی د هغه لوبغاړو د لیست په سر کې ځای لري چې ای پي ایل سیالیو کې زیات په صفر سره سوځيدلی دی.

نوموړي په ۱۶۰ ای پي ایل سيالیو کې (۱۳) ځلې په صفر سره سوځيدلی دی.

دوهم- اکسر پټېل

نوموړی لوبغاړی په چپ لاس ورو توپ اچونه ترسره کوي.نوموړي د چنای سوپر کینکز،کلکتې،دېکن چارچرز،حیدراباد،ار سي بي او ممبۍ انډیانز لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په ۱۳۹ ای پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي او (۱۳) ځلې په صفر سره سوځيدلی دی.

دریم- پيوش چولا

پیوش چولا د کینکز الیون پنجاب او کلکتې لوبډلې لپاره په ای پي ایل سيالیو کې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په ۱۵۷ ای پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي او (۱۲) ځلې په صفر سره سوځيدلی دی.

څلورم- رایدو

رایدو په ای پي ایل سيالیو کې د ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.نوموړی په ۱۴۷ سيالیو کې (۱۲) ځلې په صفر سوځيدلی دی.

پنځم- مانیش پاڼدې

مانیش پانډې د ممبۍ،ار سي بي،کې کې ار،حیدراباد لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په ۱۲۸ ای پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي او (۱۲) ځلې په صفر سره سوځيدلی دی.

لدې علاوه روهیت شرما (۱۲)، اجینکي رهاني (۱۱) ځلې.

مېشرا او منډیپ سينګ لس- لس ځلې.

پروین کمار،اشوان،مکسویل،جیک کالیس،یوسف پټان هر یو نهه-نهه ځلې په صفر سره اوټ شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ