ناصر حسین:بابر اعظم ځکه څوک نه ستایي چې کوهلي ندی | خبریال

ناصر حسین:بابر اعظم ځکه څوک نه ستایي چې کوهلي ندی

د کرکټ مشهوره مبصر ناصر حسین وايي،د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي تخنیکي لوبغاړي بابر اعظم ستاینه ځکه څوک نه کوي،چې هغه ویراټ کوهلي ندی.

د هغه په وینا،که چيرې ویراټ کوهلي داسې لوبې کړي وای،اوس به یې هر چا ستاینه کوله.

((که چيرې دا هلک ویراټ کوهلي وای.هر چا به یې په اړه خبرې کولی.خو دا بابر اعظم دی،ځکه یې څوک په اړه خبرې نه کوي.))

نوموړي د بابر اعظم ستاینه وکړه او ویي ویل چې هغه یو ځوان او ښه استعداد برخمن لوبغاړی دی.

 

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړی پداسې لار روان دی چې ډير ژر به له نوموړي څخه یو افسانوي لوبغاړی جوړ شي.

بابر اعظم په ډیر کم وخت کې د لوبې په درې واړو پارمټونو کې د ښکلو لوبو په کولو سره د خلکو او د کرکټ ماهرینو پام ځانته راجلب کړی دی.

بابر اعظم تردې دمه په ۷۴ یو ورځینو لوبو کې (۳۳۵۹) منډې جوړې کړي او همداشان ۳۸ شل اوریزو لوبو کې یې (۱۴۷۱) منډې جوړې کړي دي.

بابر اعظم د انګلستان خلاف په لومړۍ ټيسټ لوبه کې چې په مانچستر ښار کې روانه ده.په لومړۍ ورځ خپل استعداد ښکاره کړ.

نوموړي په ۱۰۰ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړي او لا هم په کریز کې ولاړ دی.نوموړی ۴۱ منډې له خپلې ۶مې ټيسټ سلیزې څخه لرې دی.

زیاتره د کرکټ مینه وال نوموړی د هندي ویراټ کوهلي سره پرتله کوي.خو پخپله بابر اعظم وایی،چې زه باید له هندي ویراټ کوهلي سره پرتله نشم او ددې په ځای باید د خپلو پخوانیو لوبغاړو سره پرتله شم.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ