اماراتو ټي ټين لیګ چیرمېن: لوبغاړو ته به معاشونه ورکړل شي | خبریال

اماراتو ټي ټين لیګ چیرمېن: لوبغاړو ته به معاشونه ورکړل شي

د اماراتو ټي ټين يا لس اوریزه لیګ سيالیو چیرمېن شجاع الملک ژمنه کړې چې ټولو هغو لوبغاړو ته به خپل معاشونه ورکړل شي،چې د تیر ټي ټين لیګ پړاو کې د ځينو لوبډلو لخوا تراوسه ورته ندي ورکړل شوي.

نوموړي د لیګ ګډوون کوونکو لوبډلو ته په اخطاریه ډول سره وویل،که چیرې هغه لوبډلې چې د لوبغاړو معاشونه ورسره پاتي دي.معاشونه ورنکړي،راتلوونکي لیګ څخه به وویستل شي.

د نوموړي څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې د کرکټرانو نړیوال فدراسیون لخوا یو راپور خپور شو او په هغې کې د ځينو لیګونو یادونه شوي وه،چې لوبغاړو ته یې پخپل وخت سره پیسې یا معاش ندی ورکړئ.

په راپور کې د نورو لیګونو ترڅنګ د اماراتو ټي ټين لیګ یا لس اوریزه سیالیو یادونه هم شوي وه.چې ګواکې لوبغاړو معاشونه یې معطل کړي.

د کرکټرانو د نړیوال فدراسیون پدې راپور کې د تیر (۲۰۱۸- ۲۰۱۹ )کال پر لیګونو سروې ترسره شوي وه او پدې سروې کې له ۳۰۰ زیات داخلي او نړیوال کرکټران پوښتل شوي وو.چې ۳۲ سلنه لوبغاړو یې ویلي وو،چې تراوسه دوی ته معاشونه ندي ورکړل شوي.

په راپور کې د کاناډا ګلوبل ټونټي لیګ،بي پي ایل لیګ،ابوظبي ټي ټين،قطر ټي ټين لیګ،ایرو ټونټي سلم، او ایم ایس ایل لیګ یادونه شوي وه، چې تراوسه یې لوبغاړو ته پخپل وخت سره معاشونه ندي تحویل کړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ ددغه فدراسیون راپور رد کړئ وو.دوی ویلي وو،چې یوازې په ۲۰۱۲ کال کې د ځينو ستونزو له کبله د یو څو لوبغاړو معاشونه معطل شوي او نورو ټولو کرکټرانو ته پخپل وخت سره معاشونه ورکړل شوي دي.

 د یادونې وړ ده چې د۲۰۱۹ کال ابوظبي ټي ټين لیګ څخه تردې دمه اته میاشتې تیریږي او لا هم ځینو لوبغاړو ته معاشونه ندي ورکړل شوي.

ځينې لوبغاړي او روزونکي پدې ټينګار کوي چې د خپل معاش ۵۰ سلنه برخه دې،دوی ته ورکړل شي،ترڅو خپلې ستونزې پر حل کړي.

شجاع الملک وویل،یوازې اته لوبغاړي لا معاشونه پاتي او دوی ته به هم د یادو څانګو لخوا معاشونه ورکړل شي او دغه ستونزې به هوارې شي.

((مونږ پدې لیګ کې تر ۱۳۰ پورې نړیوال لوبغاړي درلودل،۹۰ او ۹۵ سلنه ته یې پخپل وخت سره معاشونه ورکړل شوي دي.))

((زمونږ معلومات دا دي چې یو یا دوو ټیمونو تراوسه لوبغاړو ته معاشونه ندي ورکړي. که چیرې دوی پخپل وخت سره لوبغاړو ته خپل معاشونه تحویل نکړل.د راتلوونکي نوي سيزن لیګ کې انټري یا داخله نشي ترسره کولی.))

((مونږ په کامله توګه د لوبغاړو حقونو ته درناوی کوو.دا لیګ ټولو لوبغاړو ته دا ډاډ ورکوي چې دوی ته به خپلې پیسې په وخت سره ورکول کیږي.))

شجاع الملک زیاتوي،دوی لومړۍ ټيمونو ته اخطار ورکوي چې لوبغاړو ته خپلې پيسې ورکړي او که چيرې یې بیا هم ورنکړې.د لیګ څخه به یې وشړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ