شعیب اختر: د کرګیل جنګ لپاره مو ۱۷۵ زره پونډه تړون لغوه کړ! | خبریال

شعیب اختر: د کرګیل جنګ لپاره مو ۱۷۵ زره پونډه تړون لغوه کړ!

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی شعیب اختر ادعا کوي،چې د هند سره د کرګیل جګړه کې د برخه اخیستو لپاره مو د انګلستان کوانټي لوبډلې نتنګمشآير سره د ۱۷۵ زره پونډو قرارداد فسخه یا لغوه اعلان کړ.

د کرګېل جنګ په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوی وو،چې زیاته مرګ ژوبله یې درلوده.

شعیب اختر زیاتوي، په کرګیل جګړه نوموړی د خپل هیواد او د ملت ساتنې لپاره د خپل ځان قربانۍ ته هم چمتو شوی وو.

((خلکو ته به دا خبره د نه منلو وړ وي.چې ما د کرګېل د جګړې لپاره د انګلستان کورني کرکټ نتمګمشآير لوبډلې سره د ۱۷۵ زره پونډو تړون پريښود. په ۲۰۰۲ کال کې یو بل ستر تړون هم وو،هغه مو د کرګيل جګړې لپاره پریښود.))

((زه د لاهور ښار په اطرافو کې ولاړ ووم.یوه جنرال را څخه وپوښتل چې دلته څه کوې؟ ما ورته وویل،که جنګ پیل شو،دواړو به یو ځای مړه کیږو.ما په کشمیر کې هم له خپلو ملګرو څخه وغوښتل چې زه هم جنګ کې د برخه اخیستو لپاره پوره چمتو یم.))

((کله چې د هندوستان طیارې راغلې،بمونه یې وغورځول او زمونږ شاوخوا ۷-۸ ونې او بوټې یې له منځه یوړل.اوس هم هغه ونې ماته ډیر درد راکوي.))

شعیب اختر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین لوبغاړی وو.نوموړي په درې واړو پارمټونو کې له ۴۰۰ زیاتې ویکټې اخیستي وې.

نوموړي وروستۍ سيالي په ۲۰۱۱ کال کې د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ