ميدان وردګ ولايت کې د کرکټ لوبغالی جوړيږي | خبریال

ميدان وردګ ولايت کې د کرکټ لوبغالی جوړيږي

د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار کې به په ۲۲ جريبه ځمکه کې د کرکټ د یوه نوي لوبغالي جوړولو چارې یې پيل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه لوبغالي د جوړولو چارې د تدارکاتي پروسې له بشپړولو وروسته د ايکسلنټ پاراګان په نوم د رغونې يو شرکت ته سپارل شوي، چې د يو نيم کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د رغونې په لومړي پړاو کې د څلور زره نندارچيانو لپاره د ناستې ځای، د لوبغالي د هوارولو، د لوبغاړو د ناستې ځای«پويليون» او چمن جوړولو اسانتياوې شاملې دي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ رئيس فرهان يوسفزي ويلي، چې د کرکټ له نړيوالې شورا څخه يې د ۲۰۲۴کال نړيوال جام غوښتنه کړې او په همدې موخه به په هېواد کې يو ستر پر نړيوالو معيارونو برابر لوبغالی هم ورغوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ