د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې قرارداد لاسلیک شو | خبریال

د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د ډېرو هلو ځلو په پایله کې نن د دغې ادارې د سرپرست اجراییه رییس ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي او د بېلډټېک د انجنیرۍ او رغونې شرکت استازي ښاغلي خلیل ساپي ترمنځ د رسنیو په حضور کې د ننګرهار ولایت د بهسودو کرکټ لوبغالي د لومړي پړاو رغونې قرارداد لاسلیک شو

په دغه ناسته کې ښاغلي عبدالرحیمزي وویل: ((د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي یوسفزي صیب له هلو ځلو ډېره مننه چې په پایله کې یې دا دی نن د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې لومړی پړاو قرارداد لاسلیک شو. د نوموړي هلې ځلې وې چې د جلالتمآب ولسمشر او د کابینې له محترمې غړو یې د ځمکې د لېږد چارې بشپړې کړې او له نورو لوریو هم ډېره مننه چې په دغه برخه کې یې هر ډول همکارۍ وکړې.))

د نوموړي په وینا، د دغه لوبغالي د لومړي پړاو قرارداد د ازادې او رڼې تدارکاتي لړۍ په پایله کې بشپړ شو او دا دی د بېلډټېک رغنیز او انجنیرۍ شرکت سره په رسمي ډول لاسلیک شو.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه: ((د دغه لوبغالي په لومړي پړاو کې د لوبغالي د ډکون چارې شاملې دي چې اړوند شرکت به یې د نقشې ایستلو چارو له پای ته رسولو وروسته د درې میاشتو په موده کې بشپړ کړي او د ډکون چارې به یې پای مومي. همدارنګه باید وویل شي چې دویم پړاو چارې به یې هم ډېر ژر د تدارکاتي لړۍ له بشپړېدو وروسته پیل شي چې پکې د دېوال او لوبغالي د چمن او نورې اړوند کارونه شامل وي او دریم پړاو کې به یې هم تخنیکي کارونه بشپړ او بیا به د ګټې اخیستو لپاره وړاندې شي.))

سربېره پر دې د بېلډټېک انجنیرۍ او رغونې شرکت استازي خلیل ساپي وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې د بهسودو کرکټ لوبغالي د ډکون چارو قرارداد بېلډټېک شرکت ته د ازادې تدارکاتۍ لړۍ په پایله کې ورکړل شو چې د میدان د ډکون پروژه به د دریو میاشتو په موده کې بشپړه کړي.

د نوموړي په وینا، دوی ته کیفیت تر هرڅه ډېر لومړیتوب لري او د یاد لوبغالي ټول اړوند چارې به په غوره کیفیت او خپل وخت ترسره کړي چې دا دی نن یې بېلډټېک شرکت ته د ډکون قرارداد ورکول کېږي او عملي کار به پرې پیل شي.

د یادولو چې د دغې ناستې په پایله کې چې د ادارې سرپرست اجراییه رییس سربېره پکې د ادارې عملیاتي رییس ښاغلي عبدالمجید سمسور او د اړوند څانګو مدیرانو هم شتون درلود، د سرپرست اجراییه رییس ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي او د بېلډټېک انجنیرۍ او رغنیز شرکت استازي ښاغلي خلیل ساپي ترمنځ پکې یاد قرارداد لاسلیک شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ