د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکي لوبي. | خبریال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکي لوبي.

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوک پاڼه د افغانستان راتلونکي لوبي ذکر کړي.نوموړي زیاته کړي ده چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر او ورپسي میاشتو کې د پاکستان،ویسټ انډیز او سریلانکا سره لوبي لري.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اوږدو کې د ۲۰۲۳ میلادي کال نړیوال جام ته د رسېدو په لاره کې له پاکستان، سریلانکا، هند او ویسټ انډیز هیوادونو ملي لوبډلو سره لوبي ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سی سی راتلونکو سفرونو د پروګرام له مخې به افغان لوبډله د ۲۰۲۳م کال تر پیله پورې د ۸ بېلابېلو لوبډلو په وړاندې ۲۴ یوورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې له دې ډلې څخه یې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د روان کال په لومړۍ میاشت کې درې یوورځني سیالۍ ترسره کړې چې ټولې یې وګټلې او پاتې ۲۱ سیالۍ به په پاتې موده کې له ۷ نورو لوبډلو سره وکړي.

په یاده لړي کي به د افغانستان کرکټ لوبډلې لپاره بیاځلې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستانۍ ملي لوبډلې په وړاندې په دریو یوورځنیو سیالیو پیل شي. له دې وروسته به افغان لوبډله د سریلانکا هیواد ته سفر وکړي او هلته به د یاد هیواد د ملي لوبډلې په وړاندې هم درې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. له دې لوبو وروسته افغان لوبډله د روان کال تر پایه له هند او ویسټ انډیز سره هم مخ کېدونکې ده چې لا یې هم د کره نیټو په اړه معلومات په لاس کې نه شته.

د یادي لړي مخې به افغان کرکټ لوبډله راتلونکې کال ته له بنګله دېش، آسترالیا، هالنډ او سویلي افریقا هیوادونو د ملي لوبدلو په وړاندې هم سیالي ترسره کړي. د ۱۳ لوبډلو ترمنځ نړیوال جام ته د رسېدو دغه زغل به د ۲۰۲۳م کال تر دریمې میاشتې پورې روان وي، له کوم څخه چې به د جدول ۸ غوره لوبډلې په مستقیمه توګه د یاد کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره ومومي او پاتې ۵ لوبډلې به له ۵ نورو سره نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې برخه واخلي چې د ۲۰۲۳م کال په جون میاشت کې به په زمبابوې کې ترسره شي.

افغان لوبډلې په یاده لړۍ کې ښه پیل اخیستی دی او خپلې ترسره کړې درې واړه سیالۍ یې ګټلې دي چې اوسمهال د جدول په ۶م ردیف کې ځای لري. خو لا هم افغان لوبډله نړیوال جام ته د رسېدو لپاره خورا اوږد مزل په مخ کې لري او باید له ډېرو سختیو تېره شي، ډېره خواري وکړي، ډېرې پياوړې لوبډلې ماتې کړي ترڅو نېغ په نېغه د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره ومومي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ