د شاهد افریدي پوسټ خو افغانانو پري زیات انتقادونه کړي دي. | خبریال

د شاهد افریدي پوسټ خو افغانانو پري زیات انتقادونه کړي دي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکیني الرونډر لوبغاړي شاهد افریدي د فلسطین پر مسلمانانو د اسراییلو دبریدونو له امله د غږ اوچتولو پوسټ کړي چي یاد پوسټ باندی یوشمیر افغانانو هم انتقادونه کړي .

همدارنګه شاهد افریدي په ټویټر کې د خپلي لور سره اسامه د جنګ ځپلي فلسطین ملاټر کړي.

همدارنګه په ټویټر کې د نوي عکس خپرولو سره شاهد افریدي یوځل بیا د فلسطین سره خپل پیوستون څرګند کړ، په عکس کې د شاهد افریدي سره دوهمه ځوانه لور هم ښکاري چې دواړه د فلسطین د مسلمانانو ملاتړ کوي.

همدارنګه د پلار او لور دواړو عکسونه پداسې حال کې په ټویټر خپروي شوي چې دواړو په خپلو لاسونو کې د فلسطین بیرغ نیولی دی.

خو د یاد عکس ته د عنوان په شکل لیکل شوي.چي پاکستان د فلسطین سره دي.

په ورته وخت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډیری نور ورزشکاران د اسراییلو د وحشت په وړاندې د فلسطین لپاره غږ پورته کړی دی، د نورو هېوادونو په څیر نن هم د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې له فلسطین څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره لاریونونه ترسره شول.

د شاهد افریدي په ملاتړ افغانانو سخت انتقادونه هم وکړل چې خپل نظرونه یې د هغه په ټویټر او فیسبوک پاڼه شریک کړي دي، په کمینټونو کې لوستل کیږي چې شاهد افریدي ولې د فلسطین په څېر د افغانستان جګړې غندنه نه کوي.

د یادو کمینټونو څخه یوشمیر یي دلته لوستل شي.

یاد پوسټ ته د بادام احمدزي په نوم یو افغان داسي لیکلي.

چي افسوس ډېره د شرم وړ خبره ده
چې د یو پښتون په توګه تا هیڅکله د افغانستان ناحقه جنک لپاره غږ پورته نکړ که څه هم ته دومره ځیږ او سیال پښتون نه یې چې تانه په قوم د ننګ غوښ تنه وکړو خو که لږ زره هم مسلمان یې د افغانستان وحشت غندنه وکړه خو پوهېږو چې ته فکري غلام دا کار نشې کولی.
دلته د افغانانو بې ګناه وینه تویږي خو ته ننداره کوې ځکه ستا فکر او نظر خرڅ دی
مرګ دې درته راشي ته کله پښتون یې
ملګرو هیله کوم همداسې نظرونه ورته ولیکئ چې مغز یې خلاص شي دا فکري غلامان باید نور پوه شي.

همدارنګه د هجران یاد په نوم افغان ورته بیا داسي لیکلي

ته احساس لري ! ته اصلې پښتون یې ، خو د افغانانو په وړاندي چې غږ کولی نشې ، موږ پوهیږو چې په افغانانو دي زړه بدیږي ، خو ډاریږي ، بیا هم مننه !

د یادو افغانانو په شمول زیاتو افغانانو ورباندي انتقادونه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ