کرېس ګېل او انډری رسل د ویسټ انډیز په نوملړ کې شامل شول. | خبریال

کرېس ګېل او انډری رسل د ویسټ انډیز په نوملړ کې شامل شول.

کریکبال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د افریقا، پاکستان او استرالیا پر وړاندې لوبو ته لوبډلې اعلان کړې.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د افریقا، پاکستان او استرالیا پر وړاندې لوبو ته لوبډلې اعلان کړې، چې په دې لوبډلو کې د انډری رسل او کرېس ګېل نوم نه و.

ویسټ انډیز به په خپل کوربتوب له له درې واړو لوبډلو سره ۱۵ شل اوریزې لوبې وکړي.

سونېل نارین او ځېنې نور لوبغاړي په سکواډ کې نشته، خو رسل یې بېرته په لوبډله کې شامل کړي دي.

د شل اوریزو لوبو لپاره ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې اتلس کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ ویاند ویلي، چې سونېل نرېن لا هم د نړیوال کرکټ لپاره چمتو نه دی او که چېرته هغه ته اړتیا شوه، بیا به یې په اړه غور وشي.

د غوراوي کمېټې مشر هارپر ویلي دا لوبډله چې په کور دننه له درې لوبډلو سره زیاتې شل اوریزې لوبې کوي، نو ښې لوبې به یې دوی ته اطمینان ورکړي، چې راتلونکي نړیوال جام لپاره ښه چمتو شي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا کرکټ سره د جون په ۲۶ مه د لوبو لړۍ پیلوي او دا لړۍ د جولای په ۳ مه پایته رسېږي او دا لوبې په ګرېنېډا کې ترسره کېږي.

پنځه شل اوریزې لوبې له اسټرالیا سره په سېنټ لوشیا کې کېږي او پنځه شل اوریزې لوبې له پاکستان سره په باربادوس او ګویانا سیمو کې ترسره کوي.

یادو لوبو ته د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي نوملړ.

کېرن پولارډ لوبډلمشر، نیکولاس پوران مرستیال لوبډلمشر، فابیئن الېن، ډوېن براوو، شېلډن کاټرېل، فېدل اېډوارډز، انډری فلېچر، کرېس ګېل، شېمرن هېټمېئر، جېسن هولډر، اکیل حسین، ایوین لیویس، اوبېد مک کای، انډری رسل، لېنډل سېمونس، اوشېن تماس او هایډن والش.

ویسټ انډیز د دې لوبډلې په جوړولو سره ډېر غور کړی دی او د توپ وهنې په لحاظ لوبډله خورا غوره ټاکلې ده.

خو که د ټارګېټ خبره شي، نو د ویسټ انډیز لوبډله به وکولای شي، چې د کرېس ګېل، لیویس، رسل، هېټمېئر، پوران، فلېچر او پولارډ په شتون کې ښه توپوهنه ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ