متحده عربي اماراتو اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي. | خبریال

متحده عربي اماراتو اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL لیګ لوبي چي سږکال يي د پاکستان په کوربه توب شپږم پړاو سیالي رواني وي.خو د کرونا ویروس له امله يي پاتي لوبي وځنډیدي.

خو اوس د پاکستان سوپر لیګ د پاتي سیالیو د ترسره کولو لپاره يي د متحده اماراتو ابوظبي کرکټ لوبغالي مشخص کړي دي.

د راپورونو له مخې ابوظبۍ اجازه ورکړې، تر څو د پاکستان سوپرلیګ پاته ۲۰ لوبې دي د پاکستان پرځای په ابوظبۍ کې ترسره شي.

همدارنګه د پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه.

د ایسفاین کریک انفو د راپور له مخې، ابوظبۍ په یوه شرط اجازه ورکړې، تر څو ابوظبۍ ته تر داخلېدو مخکې باید د ټولو لوبډلو لوبغاړو او مسئولینو د کورونا واکسین کړی وي.

ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر شلمې نېټې پورې په ابوظبۍ کې ترسره شي، چې په دې لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کراچي او لاهور ښارونو کې سره راټول، بیا به د کورونا واکسین ورکړل شي او تر څو ورځې وقفې وروسته به د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي.

په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.

خو اوس په دې لیګ محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب ځدران پکې د نه لوبېدو پرېکړه کړې، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي او څو ورځې وړاندې یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجیب ځدران هم واخیستل.

نجیب الله ځدران کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز بیا ملتان سلطانز لوبډلې واخیست.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ