په یاد لیست شهزاد محمدي هم شتون لري. | خبریال

په یاد لیست شهزاد محمدي هم شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړي چي په شل اوریزو لوبو کې يي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي ډیري منډې يي هم ترلاسه کړي وي.چي په یادو لوبغاړو کې محمد شهزاد محمدي هم شتون لري.

هغه لوبغاړي چي په شل اوریزو لوبو کې يي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي ډیري منډې يي هم ترلاسه کړي وي په لاندي ډول دي.

لومړي : سارا ټیلر چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.نوموړي په کال ١٩٨٩ د می میاشتي په ٢٠ نیټه د انګلستان په لندن ښار کې زیږدلي ده. سارا ټیلر په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي. همدارنګه سارا ټیلر خپله لومړني نړیواله شل اوریزه لوبه د هندوستان پر وړاندي په ٢٠٠٦ کال د اګست د میاشتي په ٥ نیټه ترسره کړه. او وروستي شل اوریزه لوبه يي په ٢٠١٩ کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندي ترسره کړه.نوموړي د ویکټ ساتني ترڅنګ په توپ وهنه کې يي ٢١٠٦ منډې يي هم ترلاسه کړي دي.

دوهم: شهزاد محمدي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.نوموړي په کال ١٩٨٨د جنوري میاشتي په ٣١ نیټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زیږدلي ده. شهزاد محمدي په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي. همدارنګه شهزاد محمدي خپله لومړني نړیواله شل اوریزه لوبه د ایرلینډ پر وړاندي په ٢٠١٠ کال د د فبروري د میاشتي په لومړي نیټه ترسره کړه. او وروستي شل اوریزه لوبه يي هم په ٢٠١٨ کال کې د ایرلینډ پر وړاندي ترسره کړه.نوموړي د ویکټ ساتني ترڅنګ په توپ وهنه کې يي ١٩١٨ منډې يي هم ترلاسه کړي دي.

دریم:الیسا هیلي چي د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.نوموړي په کال ١٩٩٠د مارچ میاشتي په ٢٤ نیټه د اسټرالیا په کوینزلینډ کې زیږدلي ده. الیسا هیلي په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي. همدارنګه الیسا هیلي خپله لومړني نړیواله شل اوریزه لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندي په کال ٢٠١٠ د فبروري د میاشتي په نیټه ترسره کړه. او وروستي شل اوریزه لوبه يي هم په ٢٠٢١ کال کې نیوزیلنډ پر وړاندي ترسره کړه.نوموړي د ویکټ ساتني ترڅنګ په توپ وهنه کې يي ١٨٢٣ منډې يي هم ترلاسه کړي دي.

څلورم: میهندرا سینک ډوهني چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.ډوهني په ١٩٨١ کال د جولای د میاشتي په ٧ نیټه زیږدلي دي.همدارنګه ډوهني هم د هغو لوبغاړو په منځ کې يي څلورم ځاي يي خپل کړي چي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي ډیري منډي هم ترلاسه کړي دي.نوموړي ١٦١٧ منډې جوړي کړي دي.

شپږم: جوز بټلر چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.ډوهني په ١٩٩٠ کال د سپټمبر د میاشتي په ٨ نیټه زیږدلي دي.همدارنګه جوز بټلر هم د هغو لوبغاړو په منځ کې يي پنځم ځاي يي خپل کړي چي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي ډیري منډي هم ترلاسه کړي دي.نوموړي ١٦١٥ منډې جوړي کړي دي.

دا هغه پنځه لوبغاړي دي کوم چي د خپلو لوبډلو لپاره يي په شل اوریزو لوبو کې يي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي ډیري منډې يي هم ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ