د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غوره توپ اچونکي | خبریال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غوره توپ اچونکي

کریکبال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا د کرکټ نړيوالې شورا افليټ غړيتوب درلوده، له ۲۰۱۳م راپدېخوا اسوشيت غړی شو او په ۲۰۱۷م کال کې يې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب واخيست. افغان لوبډلې په نړيوال سټيج ځينې په زړه پورې لوبې کړي لکه په ۲۰۱۶م کال کې د شل اوريز نړيوال جام اتلې لوبډلې ( ويسټ انډيز ) ماتول. افغان لوبډله په بالينګ کې خورا پياوړې حسابېږي او خپلې ډېرې لوبې يې د بالينګ په مټ ګټلي دي. په دې ليکنه کې درته پينځه داسې بالران در پېژنو چې د بالينګ په ډګر کې افغان لوبډلې ته خورا اغيزمن ثابت شوي او ډېرې وکټې يې اخيستي دي:

لومړي : راشد خان
راشد خان بې له شکه د افغان لوبډلې يو داسې بالر دی چې په ټول هېواد کې ساری نه لري. په ۷۴ يو ورځنيو لوبو کې راشد د ۱۸،۵۷ په اوسط ۱۴۰ وکټې اخيستې دي، دا په دې مانا چې نوموړي چې هر مېچ کې يې نژدې دوه وکټې اخيستي دي چې دومره وکټو اخيستو د نړۍ له غوره بالرانو ګرځولې دی.راشد په نړيوالو شل اوريزو او شل اوريزو لوبو کې بې سارې لوبې کړي دي او نوموړی ددغه فارمټ لوبو د نړۍ غوره بالر شمېرل کېږي. خان په ۵۱ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د بهترين ۱۳ بالينګ اوسط ۹۵ وکټې اخيستې دي چې په دغو لوبو کې يې په ۶.۲۱ ايکانومي منډې ورکړې او ددې مانا داده چې نوموړی په اصطلاح په منډو ورکولو کې خورا کنجوس دی.
راشد خان په اي پي ايل کې د سنرايزرز حيدراباد د ملا تير لوبغاړی شمېرل کېږي چې په خپله ښکلې توپ اچوونه يې يادې لوبډلې ته ډېر شمېر سيالۍ ګټلي دي.هغه په ټيسټ کرکټ کې هم غوره لوبې کړي چې په تر سره کړو پینځه ټيسټ لوبو کې يې د ۲۲.۴ بالينګ په اوسط ۳۴ وکټې اخيستې دي.که څه هم راشد انډيا خلاف ټيسټ لوبه کې د بال بڼې بدلولو له امله له ستونزو سره مخ وو خو په ورپسې سياليو کې يې دغه ستونزه حل کړې وه او ښه توپ اچوونه يې نندارې ته وړاندې کړه.

دوهم: محمد نبي
محمد نبي د پينځه غوره افغان لوبغاړو په لېست کې دوهم ځای لري.هغه په ښې لاسي اف سپين بال کوي او په خپل بالينګ کې دقيق دی. محمد نبي وېکټو کې توپ اچونه کوي، ځينې بالونه چټک اچوي او د بال بڼه يې هم مختلفه وي چې د بيټسمينانو لپاره پېژندل يې هم سخت وي. نوموړی د افغان لوبډلې خورا پياوړی بالر دی چې په ۱۲۷ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې د ۳۳،۱۲ بالينګ اوسط سره ۱۳۲ وکټې اخيستې.دغه راز يې په شل اوريزو لوبو کې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې برخه اخيستې او په ۲۸۸ شل اوریزه لوبو کې يې د ۲۳،۵۸ بالينګ په اوسط يې ۲۷۷ وکټې اخيستې دي.

دریم: دولت ځدران
چټک بال اچوونکی دولت ځدران د افغان لوبډلې د بالينګ اړخ يو بل کامياب بالر شمېرل کېږي.هغه د افغان لوبډلې تجربه لرونکی بالر دی چې ۸۲ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې يې کړي او د ۳۰ بالينګ په اوسط يې ۱۱۵ وکټې اخيستې چې غوره توپ اچوونه ګڼل کېږي.دا يادولو وړ ده چې نوموړي ډېری وخت سپين بالينګ ته جوړ پيچونو باندې بالينګ کړی.هغه په ۲۰۱۹م کال نړيوال جام کې هم ښې لوبې وکړې چې په ۵ لوبو کې يې ۸ وکټې واخيستې.

څلورم: مجيب الرحمن
نولس کلن ستوری مجيب الرحمن د افغان پينځه غوره بالرانو په لېست کې څلورم مقام لري.مجيب دواړو خواو ته د بال په تاوولو کې ځانګړی مهارت لري او دا هغه څه دي چې د مجيب په بالينګ يې مثبت تاثير اچولی دی.هغه افغانستان لپاره په ۴۳ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ۷۰ وکټې اخيستي دي. دغه راز په شل اوريزو نړيوالو او تجارتي سياليو کې هم خورا ښه ځلېدلی دی، مجيب په ۲۰۲۰م کربيين پرېمېرليګ کې د ۱۶ وکټو په اخيستو د ياد ليګ دوهم تر ټولو ډېر وکټ اخيستونکی لوبغاړی وو.دا چې هغه لا هم ځوان دی نو د خپلې وړتيا په ښودلو او نورو کاميابيو په لاس راوړلو لپاره ډېر وخت او اوږد مزل وهلو ته اړتيا لري.

پنځم : حميد حسن
حميد حسن د خپل وخت خورا پياوړی بالر حسابېده چې د خپل چټک بالينګ په مټ يې په يوازې ځان افغان لوبډلې ته ډېرې لوبې ګټلې دي.هغه افغانستان ته ۳۸ يو ورځنۍ او ۲۲ شل اوريزې لوبې کړې دي چې په يو ورځنۍ لوبو کې یې په ۲۳ بالينګ اوسط ۵۹ وکټې او په شل اوريزو لوبو کې په ۱۶ اوسط ۳۲ وکټې اخيستې دي.هغه د اين او اوټ سوينګ او يارکر بالونو تکړه ماهر يادېږي او له څو کاله راپدېخوا د پښې د ژوبلېدو له امله په ملي لوبډله کې ډېر نه ليدل کېږي.

دا هغه پینځه غوره توپ اچونکي دي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ