شل اوریز نړیوال جام په اړه د جون په میاشت کې پریکړه وشي. | خبریال

شل اوریز نړیوال جام په اړه د جون په میاشت کې پریکړه وشي.

کریکبال وېبپاڼه / نږدې پنځه کاله وړاندې په هندوستان کې د نړیوال شل اوریز جام شپږم پړاو جالبه پایلوبه ترسره شوې وه او دا جام بیا د اقتصادي او په دې وروستیو کې د کورونا ستونزو له امله ترسره نشو.

۲۰۱۶ کې شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې د کارلوس برېتوېټ د څلورو پرله پسې شپږیزو په مرسته ماته ورکړه.

همدا راز د کرکټ نړيواله شورا به د ۲۰۲۱م کال شل اوریز جام په اړه چې د هند په کوربه‌توب کيدونکی دی د را روانې جون مياشتې په لومړۍ وروستۍ پريکړه کوي.

په هند کې د کرونا د شدت له امله چې د آی پي ايل سيالۍ يې هم وځنډولې د شل اوریز جام کيدل تر ډيره ممکن نه ښکاري نو ځکه د کرکټ نړيواله شورا غواړي چې د سياليو له پيل وړاندې يې ځای مشخص کړي، تر څو په لوژستيکي لحاظ خپل چمتووالی ونيسي.

کرکټ نړيواله شورا يوازې څو ورځې وروسته له هغې د شل اوريز جام په اړه پريکړه کوي چې د هند کرکټ بورډ به په يو ميټينګ کې د آی پي ايل د پاتې لوبو د ترسراوي او دا چې ياد بورډ کولی شي پخپل هيواد کې د شل اوريز جام کوربه‌توب وکړي که نه، تصميم ونيسي.

باور دا دی چې په هند کې د نړيوال جام د نه ترسره کيدو په صورت کې به ياد جام متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چيرته چې تېر کال آی پي ايل په برياليتوب ترسره شو او څو ورځې وروسته به د پاکستان سوپر ليګ پاتې لوبې هم ياد هيواد کې وشي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ