اسیا جام د کرونا ویروس له امله لغوه شو. | خبریال

اسیا جام د کرونا ویروس له امله لغوه شو.

کریکبال وېبپاڼه/ د آی پي ايل او پي ایس په نيمايي کې پاتې کيدل او دا چې وروسته به یې پاتې لوبې کیږي، په اګست کې د لنکا ليګ پلانول او د کال وروستيو کې بنګله دېش غوره ليګ په نظر کې نيول هغه څه دي چې سږکال د اسياکپ کول يې ناشوني کړي.

د يادو ليګونو ترڅنګ د آسياکپ عمده ګډونوالې لوبډلې بنګله دېش، پاکستان، سرلنکا او هند روان کال بوخت مهال ويش لري او ممکنه نه ده چې آسيا کپ کې دې ګډون وکړي.

همدا راز د سپورټ سټار په نامه یوې وېب پاڼې ویلي، چې د ۲۰۲۱ز اسیا شل اوریز جام د کورونا وایروس له امله لغوه شو.

په ۲۰۱۸ز کې په عربي متحده اماراتو کې اسیا جام ترسره شو؛ دا جام پنځوس اووریز وو او افغانستان پکې په لومړي پړاو کې له بنګله دېش او سریلانکا لوبې وګټلې.

لومړیو کې تمه وه چې اسیا جام پاکستان کې ترسره شي؛ خو د هند د مخالفت له امله په پاکستان کې دایر نشو.

بیا هند کې د ترسره کېدو هیله وه؛ خو هند کې د اسیا جام په ترسره کېدو پاکستان مخالفت څرګند کړ.

بالاخره سریلانکا انتخاب شوه، چې جون په میاشت کې به د اسیا جام کوربتوب وکړي؛ خو نږدې دوه میاشتې وړاندې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني وویل، چې سږ کال د پاکستان لوبغاړي سخت بوخت دي او نشي کولای چې اسیا جام کې ګډون وکړي.

د مارچ میاشت راهیسې د دې جام د نه ترسره کېدو لپاره چنې وهل کېدې او د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۸ مه نېټه خبر خپور شو، چې دا جام سږ کال نه ترسره کېږي او وجه یې د کورونا وایروس دی.

د سریلانکا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر اشلي ډیسیلوا ویلي « سږ کال د اسیا جام نشي ترسره کېدای، ځکه حالات داسې دي، چې د لوبو لپاره مناسب نه دي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې دا جام به د ۲۰۲۲ز په منځنیو میاشتو کې ترسره شي.

نوموړي دا دلیل ښودلی چې ۲۰۲۳ز کې نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره کېږي او دوی به هم اسیا جام پنځوس اوریز ترسره کړي.

اشلي ډیسیلوا ویلي چې ډېر ژربه د اسیا کرکټ شورا هم په رسمي ډول د اسیا جام لغوه کولو لپاره اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په څو اوونیو کې په جنوبي اسیا کې د کورونا وایروس څپه پراخه شوې او د هېوادونو ترمنځ د ملکي الوتکو الوتنې ځنډول شوي دي.

د کورونا وبا له امله د پاکستان سوداګریزې سیالۍ په نیمایي کې وځنډول شوې او هم د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې سپټمبر میاشت ته وروسته شوې.

سریلانکا هم د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۹ مه د هېوادونو ترمنځ د لس ورځو لپاره الوتنې وځنډولې.

اوس د سریلانکا ملي لوبډله په بنګله دېش کې ده او درې یو ورځنې لوبې به ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ