راشد خان د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کې لوبیږي. | خبریال

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کې لوبیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا PSL لیګ تجارتي لوبي چي د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وي.اوس يي پاتي لوبي يي په ابوظبي لوبغالو کې ترسره کیږي.

د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کې راشد خان د نه لوبیدو پریکړه کړي وه.خو اوس چي یاد لیګ په متحده اماراتو کې ترسره کیږي.چي راشد خان هم د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کې د لوبیدو پریکړه وکړه.

همدارنګه د افغانستان مشهوره لیک بریک ورو توپ اچونکی راشدخان یوځل بیا د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه لوبیږي.

شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ چې د روان کال په پیل کې پیل شوی و راشدخان لومړیو درې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لاهور قلندرز په ګټه ولوبېده.

له هغه وروسته راشدخان د زمبابوې خلاف دوه ټیسټ سیالیو له امله د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو کې ګډون ونه شو کړی او عربي اماراتو ته روان شو.

شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ د نړیړالې ناروغۍ کرونا وایروس له امله وځنډېدۀ چې ټاکل شوي ده یوځل بیا د دغه لیګ پاتې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې چې د پاکستان سوپر لیګ يا PSL پاتې ۲۰ سیالي به د راتلونکي جون میاشتې په ۲ مه یا هم ۴ مه نېټه پیل شي.

همدا راز باید یاده کړو چې په دغه سیالیو کې د راشدخان ترڅنګ محمدنبي او مجیب الرحمان هم لوبېدل چې د هند غوره لیګ ای پي ایل کې د مصروفیت له امله یې دوه نور افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز واخیستل شول.

خو په یاد لیګ کې راشد خان د بیا ځل لپاره د لوبیدو پریکړه وکړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ