شعیب اختر هم د پاکستان په کرکټ بورډ نیوکي کړي دي. | خبریال

شعیب اختر هم د پاکستان په کرکټ بورډ نیوکي کړي دي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېز توپ‌اچونکي شعیب اختر له دې امله پر پاکستان کرکټ بورډ نیوکې کړې، چې ګواکې لوبغاړي ملې لوبډلې ته د وړتیاوو په اساس نه دي ټاکل شوي.

شعیب اختر د PTV Sports سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان کرکټ بورډ باید په دې پوه شي، چې په ښه حالت کې کرار نه لري.

نوموړي وویل

زه فکر کوم، چې باید د پاکستان کرکټ بورډ زیات دې ته پام وکړي، چې ملې لوبډلې د پرمختګ پرځای شاتګ کړی. بورډ باید لوبغاړي ته ووايي، چې څنګه کرکټ وکړي او لوبغاړي اړ دي، چي د رهبرۍ د پلان سره سم خپل کرکټ ته دوام ورکړي. د پاکستان کرکټ بورډ باید ملې لوبډلې ته لوبغاړي د وړتیاوو په اساس وټاکي. هغه کسان چې د ملې لوبډلې وړتیا نه لري، باید لرې کړل شي.

تر دې څو ورځې مخکې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې بل تکړه توپوهونکي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر کرکټ بورډ تورونه لګولي وه، چې ګواګي؛ دا بورډ ملي لوبډلې ته لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کوي.

د CRICKET NEXT د راپور له مخې شعیب ملک ویلي وه، لوبغاړي باید د هغوی د وړتیاوو په اساس غوره شي، خو پاکستان کرکټ بورډ یې اجرااًتو او وړتیاوو ته نه ګوري، خو د اړیکو په اساس یې ټاکي.

ملک زیاته کړې، غوره‌والی باید د پوره وړتیاوو په اساس وي او د پاکستان لوبډلمشر بابراعظم ته باید د لوبغاړو په انتخاب کې پوره واک ورکړل شي؛ ځکه هغه له ټولو لوبغاړو سره لوبیږي او ټول ورته ښه څرګند دي.

د کرکټ ملې لوبغاړو وروستیو لوبو کې، چې سمې پرېکړې وکړې، راضي یو، خو زه وایم چې باید دا ډول کرکټ ونشي، دا موږ ته د منلو وړ نه دي، که چیري همداسي دوام وکړي، نو نشو بریالي کېدای. دا ټیم شخصن د یوه چا ندی، چې په درې واړه فارمټونو کې دي ولوبیږي، لوبغاړي باید د ټیم د رهبرۍ د غوښتني په اساس ولوبیږي او که چیري دا کار وشي، نو بریالی کېدای شي.

همدا راز د یادولو وړ ده چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دي ورستیو کې د سویلي افریقا او زمبابوي لوبډلې سره کامیابي لوبلړي ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ