بوایډ رینکین هم د نړیوال کرکټ سره مخه وکړه. | خبریال

بوایډ رینکین هم د نړیوال کرکټ سره مخه وکړه.

کریکبال وېبپاڼه/ د ایرلېنډ بوایډ رېنکېن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

بوایډ رېنکېن اتلس کاله نړیوال کرکټ وکړ، چې هم د ایرلېنډ او هم د انګلستان هیوادونو لپاره لوبېدلی دی.

بوایډ رینکین د جمعې په ورځ د ایرلېنډ لپاره له نړیوال او ملي یا ولایتي کرکټ څخه د استعفا اعلان وکړه.

بوایډ رینکین ۳ ټېسټ لوبي ۷۵ یو ورځني یا پنځوس اوریزه او ۵۰ شل اوریزې لوبې د دواړو هېوادونو یعني انګلستان او ایرلینډ لپاره کړي دي.

همدا راز بوایډ رېنکېن د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لومړن توپ اچونکي و، چې په لومړۍ ټېسټ وېکټ یې د ایرلېنډ لپاره اخیستې وه او په ۲۰۱۸ کې یې پاکستانی ازهرعلي سوځولی و.

په ۲۰۰۳ کې یې د ایرلېنډ لپاره فرسټ کلاس لوبې پیل کړې او په نړیوال کرکټ کې یې ټولې ۱۶۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د بوایډ رېنکېن خبرې.

له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اخیستل سخته وي، خو زه اوس وایم چې دا زما لپاره مناسب وخت دی، چې استعفا وکړم؛ ما د خپل هېواد لپاره له ۲۰۰۳ راهیسې نړیوال کرکټ وکړ، له هرې لحظې مې خوند واخیست. ما دومره سوچ نه کاوه، چې زه به د ایرلېنډ لپاره دومره زیات کرکټ کوم، خو ما د توقع خلاف زیاتې لوبې وکړې، نړیوالو جامونو کې مې ګډون وکړ، همدارنګه په کاونټي یا د انګلستان په داخلي لوبو کې مې هم زیات کرکټ نندارې ته وړاندې کړ، ۱۱ کاله مې له واروېک شایر لوبډلې سره تېر کړل او موږ وتوانېدو چې دوه ځلې د پنځوس اوریزو لوبو اتلولي او په ۲۰۱۴ کې مو بلاسټ شل اوریزو لوبو کې ښه کارکرده ګي وکړه او دا زما لپاره په زړه پورې وو.

مورګن او بوایډ رېنکېن دوه هغه ایرلېنډي لوبغاړي دي، چې د انګلستان لپاره هم لوبېدلي دي او د ایرلېنډ لپاره هم.

مورګن په ۲۰۱۳ کې انګلستان لوبډلې ته راغی او رېنکېن هم ۷ یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې د انګلستان لپاره کړي دي.

بوایډ رېنکېن په ۲۰۱۶ کې له انګلستان لوبډلې جلا شو او د ایرلېنډ لوبډلې ته راستون شو، هغه په ۲۰۰۷ کې د نړیوال جام پرمهال د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې لوبو کې ګډون کړی و او دا لوبې ایرلېنډ ګټلې وې.

۲۰۲۰ کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو کې وروستۍ هغه وې.

همدارنګه بوایډ رېنکېن وایي په ۲۰۰۷ کې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې زموږ د لوبډلې بریاوې زما د کرکټ ترټولو خوږې خاطرې دي او په ۲۰۱۱ نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې بریا مې بیا بله لاسته راوړنه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ