راشد خان د اسټرالیا سره د ټیسټ لوبي په ترسره کولو خوښي ښودلي ده. | خبریال

راشد خان د اسټرالیا سره د ټیسټ لوبي په ترسره کولو خوښي ښودلي ده.

کریکبال وېبپاڼه / راشد خان د اسټرالیا سره د ټیسټ لوبي په ټیسټ لوبي ترسره کولو خوښي ښودلي ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تکړه لوبغاړي راشد خان په یو ټویټ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوازیني ټیسټ لوبه ترسره کولو باندي يي خوښي ښودلي ده.

همدارنګه ټاکل شوي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د روان کال نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه پیل شي او د ډسمبر پر لومړۍ نېټه پای ته ورسیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پلان شوې لوبې په اړوند تازه د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان هم په ټویټر خپل نظر څرګند کړی دی.

په ټویټر باندي یو ورزشي وېبپاڼي لیکلي چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ به دا یوازینۍ ټیسټ لوبه په هوبارټ ښار کې ترسره شي، خو راشد خان ورته بیا په ځواب کې لیکلي دي چې د هغه تمه دا وه چې باید دا لوبه په اډلیډ ښار کې ترسره شوې وه.

افغان لوبغاړي راشد خان د دغې ټویټ په جواب کې لیکلي دي زما تمه دا وه چې دا لوبه په خپل کورني کرکټ لوبغالي اډلیډ ښار کې ترسره کړم.

راشد خان چې اډلیډ خپل کور ګڼي د اسټرالیا په تجارتي لیګ بیګ باش کې هم د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې غړی دی نوموړي په اډلیډ ښارکې ډیرې لوبې ترسره کړي دي چې د اسټرالیا د نورو لوبغالو په پرتله په دغې ښار کې ښه ځلیدلی دی او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

راشد خان د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د راتلونکي یوازینۍ ټیسټ لوبې په اړه خوښي ښودلې ده او د اډلیډ پرځای هوبارټ ښار ته د لوبې د انتقال په اړه یې هم هیله ښودلې ده چې هلته به هم ښه وځلیږي.

د یادولو وړ ده چي راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې هر کال لوبیږي چې تر دې مهاله یې د خپلې لوبډلې اډلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره په ۵۰ لوبو کې يي ۷۲ لوبغاړي سوځولي دي.

د یادولو وړ ده چي راشد خان اوسمهال د هندوستان غوره لیګ د ځنډیدو وروسته اماراتو ته تللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ