د پاکستان سوپر لیګ کې نوي لوبغاړي اخیستل سوي.چي افغان بالر ظاهر خان هم پکي شامل دي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ کې نوي لوبغاړي اخیستل سوي.چي افغان بالر ظاهر خان هم پکي شامل دي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پی ایس ایل تجارتي سیالي چي سږکال يي شپږم پړاو سیالي د پاکستان په کوربه توب روان وي. خو د پاکستان سوپر لیګ کې د څوارلسو لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله و ځنډول شو.

د پاکستان کرکټ بورډ د ليګ د مسولينو سره په همغږۍ د قرنطين او سفر د شرايطو په پام کې نيولو سره لوبډلو ته د دوه دوه نورو لوبغاړو د اضافه کولو اجازه ورکړه.

همدا راز لوبډلو ته اجازه ورکړل شوې وه چې کولی شي له دوه اضافي لوبغاړو څخه يو يې بهرنی وټاکي او دغه راز د هغو لوبغاړو پر ځای نوي لوبغاړي وټاکي چې په لنډه موده کې يې ابوظبۍ ته د تلو امکان نه وي.

په دې لړ کې نن ملتان لوبډلې هيټماير او چارليس، کويټې افغان سپينر ظاهر خان، لاهور لوبډلې ټيم ډيويد، پيښور زلميو بسم الله خان واخيستل او يو شمير نور لوبغاړي هم د بيلابيلو لوبډلو له لوري واخيستل شول.

د پاکستان سوپر ليګ پاتې شل لوبې راتلونکي جون مياشت په ابوظبۍ کې کيږي او ټول ګډونوال به يې اماراتو کې د قرنطين دوره تيروي.

باید یاده شي چي د پاکستان سوپر لیګ د پاتي سیالیو لپاره راشد خان د نه لوبیدو پریکړه کړي وه.خو اوس يي تازه د پاکستان سوپر لیګ کې یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې سره ټړون وکړه.

په یاد لیګ کې تازه نجیب الله ځدران او رحمن الله ګربز هم اخیستل شوي دي.

همدارنګه د پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه.

ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر شلمې نېټې پورې په ابوظبۍ کې ترسره شي، چې په دې لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کراچي او لاهور ښارونو کې سره راټول، بیا به د کورونا واکسین ورکړل شي او تر څو ورځې وقفې وروسته به د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ