محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي تر نورو لوبغاړو ډیري شپږیزي ترلاسه کړي دي. | خبریال

محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي تر نورو لوبغاړو ډیري شپږیزي ترلاسه کړي دي.

کریکبال وېبپاڼه / محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي تر نورو لوبغاړو ډیري شپږیزي ترلاسه کړي دي.

په نړیوالو لوبو کې هره لوبډله یو داسې توپوهونکی لري، چې تر نورو زیات د شپږيزو لپاره پېژندل کېږي او ډېرې شپږیزې وهي. نن درسره د هغه لوبغاړو لیسټ شریکوو، چې د خپلو خپلو هېوادونو لپاره يې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

د کریک ټرېکر وېبپاڼې د ټولو هېوادونو هغه لوبغاړي راغونډ کړي دي، چې د خپلو خپلو هېوادونو لپاره یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره مارټین ګوپټیل زیاتې شپږیزې وهلي دي، نوموړي ۱۴۷ شپږیزې وهلي دي، چې د نیوزیلېنډ ترڅنګ په دې لیسټ کې هم د ټولو نه زیاتې شپږیزې وهونکی دی.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره روهیت شرما ۱۳۳ شپږیزي يي وهلي.

، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ایون مورګن ۱۱۳ شپږیزي يي وهلي دي.

، د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره کریس ګیل ۱۰۶ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.

، د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ارون فنچ ۱۰۴ او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره بیا تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي ۹۳ شپږیزې وهلي دي.

د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره کیون اوبراین ۷۶ شپږیزي يي ترلاسه کړی، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره شاهد خان اپریدي ۷۳ شږیزي يي ترلاسه کړی

، د سویلي افریقا کرکټ ملي لپاره جې پي ډوميني ۷۱ شپږیزي ترلاسه کړي دي ، د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره همیلټن مسکدزا ٦٥ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي

، د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره تیسارا پریرا ۵۳ او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لپاره محمد الله ۴۸ شپږیزې وهلي دي.

باید یاده شي چي محمد نبی یوازیني افغان لوبغاړي دي چي ترنورو لوبغاړو يي ډیري شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ